تبليغاتX
دسيف الدين د ويب سايټ د ټولو مضمونو،عكسو،معلوماتو،حقوق محفوظ دي هيڅوك يي د كافي كولو حق نه لري تاسي كولاي سي چي خپل د بلاګفا ويب سايت پخپله پښتو كي وويني او همدارنګه تاسو كولاي سي چي پښتو ويب(ډيزان) خپل بلاكفا ويب سايت ته وركي د ويب سايت د پښتو ديزان د پاره تاسي كولاي سي چي په لاندي ايميل كليك وكړي او ليك راوليږي او موږ به تاسي ته پښتو ډيزاين په ايچ ټي ام ايل کوډونوکی در واستوو مننه سيف الدين لودين لوی قندهار



شمشاد شينواری   

 

د کمپيوټر (Computer ) د کلمې مانا:
که چيرې تاسې په يوه داسې قاموس کې چې د ١٩٤٠ م نه وړاندې چاپ شوی وي وګوئ نو د دې په خرګنديدو به حيران شئ چې کمپيوټر يو داسې انسان ته ويل کيده چې حساب به يې کاوه، که څه هم په هغه وخت کې داسې ماشينونه موجود وو چې حساب وکتاب به يې کاوه خو هغوی ته کمپيوټر نه بلکې کالکوليتر (Calculator) ويل ګيده بيا چې کله په ١٩٤٠ م کې لومړنی بريښنا يې ( برقي ) کمپيوتر منځته راغی نو د کمپيوټر ( Computer) د کلمې مانا بدله شوه او دغه نو ی جوړ کړ شوی ماشين کمپيوټر (Computer) وبلل شو.
د اړتيا پر بنسټ د انجينرانو پوې ډلې پر يوې پوځي پروژې باندې کار پيل کړ د دې پروژي مقصد د يوه EDVAC (Computer Electronic Discrete Variable Automatic ) جوړول وو، دا هغهوخت و چې په متحده ايالاتو کې يواځې يو بل عمل کونکی کمپيوټر (Functioning Computer) جوړ شوې و. د رياصياتو يو لوی پوه جان وان نيومين (John Von New Man) په خپل را پور کې دا ډواک (EDVAC) د پلانونو او عملونو وضاحت و کړ د نومړي په راپور کې په ځانګړي توګه د کمپيوټر د اجزاوو او د هغوی د دندو او وظيفو ښه پيژندنه او څرګندونه شوې وه.
نيومين په خپله ليکنه کې دغه ماشين ته (Automatic Computing System) يعنې اتومات حسابي سيستم ووايه. څرنګه چې دا ماشين ورسته ډير ګټور ثابت شو نو د کمپيوټر (Computer) يا کمپيوټر سيستم (Computer System) نوم ورکړل شو. نيومين په خپله ليکنه کې زياته کړه چې کمپيوټر د حسابي او الجبري معادلو اجراء ته ضرورت لري نو دې لپاره يوې داسې برخې (Unit) ته په کمپيوټر کې اړتيا بشته چې دغه وظايف پر مخبوځي د هغه په نظر په کمپيوټر کې بايد مرکزي حسابي اله ( Central Arithmetic Device ) وي چې نن ( Arithmetic Logic Unit) يعنی حسابي منطقر برخه بلل کيږي. د دې عملونو د اجراء، خوندي ساتلو او ژغورلو لپاره په کمپيوټر تکې يو مرکزي کنټرولوونکی اله کمپيوټر کې يو مرکزي کنټرولوونکی اله (Central Controlling Device ) يا ګنټرولوونکی برخه ( Controlling Unit ) يوې بلې ته اړې دي چې بايد دواړه يو ځای کړای شي بالاخره اړې دي چې بايد دواړه يو ځای کړای شي. بالا خره همداسې وشول چې د دوی د يو ځای کولو څخه مرکزي پراسس ( عمليات ) کوونکی برخه CPU (Central Processing Unit ) منځتته رغله. همدا وو چې کمپيوټر ورو ورو بشپړ شو او غه بڼه يا شکل يی غوره کړ چې تاسې يې نن ګورئ.
 

اغامحمد حیدری   

 

کمپیوټریوه انګریزي کلمه ده چې دشمیرونکې مانالري .دانوم ددي لپاره ورته ټاکل شوی چې په لومړی ځل کمپیوټر دشمیرلوپه موخه جوړشوی وو کمپیوټریوه داسي آله یا ماشین ده چې دورکړل شوی پروګرام په مرسته پرخبرتیاوباندي کارکوي دغه خبرتیاوي کیداشی اعداد،لیک،انځورونه،اویاغږونه وي.

ياپه لنډډول کولاي شوووایوکمپیوټرهغه بریښنایي ماشین ده چې دورکړی شوي امربرابر کارترسره کوي.لومړی کمپيوټرپه کال ۱۹۴۶ کې جوړشوچې ۱۳۰۰۰۰ واټه بریښناته یی اړتیادرلوده وزن یې ۳۰ ټنه ته رسیده.

 
 

دكتور محمد حسن حكمت   

 

كمپيوټر د يويې لاتيني كليمې(Comput) څخه مينځ ته راغلى دي چې معنى يې محاسبه كول دي .دلته د Comput كليمى er اخيستى دى چې نوموړى فعل په نوم تبديل شوى دى يعنى د كمپيوتر معنى دى محاسبه كوونكى . يا په بل عبارت سره كمپيوټر يوه برقي اله ده چې ذهنى او دماغي كارونه په چټكي سره سرته رسوي.
كمپيوټر يو بريښنائي يا الكترونيكي ماشين دي چي انسان جوړ كړي پروگرام مطابق كار كوي،كمپيوټر عقل ، فكر او منطق نه لري خو كله چي ورته حكم يا كمانډ وركړل شي نو هغه بيا كولاي شي چي پري كار وكړي.
كمپيوټر هر كار ډير په سرعت او اساني سره اجراء كوي مثلآ په كمپيوټر كي خطونه په مختلفو قسمونو په اساني سره ليكل كيداي شي، حساب او محاسبه پري كولاي شو، رسامي، ډيزائننگ، لوبي ( گيمونه)، ټيليفون، انټرنيټ، او بريښناليك (E-Mail) پري كولاي شو.
په لمړيو وختونو كې د كمپيوټر څخه د حساب د ماشين په حيث استفاده كوله چې بيا ورسته خلكو فكر وكړو چې داسي يوه اله بايد كشف كړو چې علاوه د محاسبې څخه بايد نور كارونه هم سرته ورسوي چې په نتيجه كي يې ديجيتل كمپيوټر اختراع كړ.

شفيق ساپی   

Thursday, 20 March 2008
لکه څنکه چې تاسو پوهیږی چې کمپیوټر یو برقی آله ده ـ او برق همیشه په صفر 0 او یو 1باندی کارکوی . 0 معنا Off یعنی په لین کښی برقي جریان نشته او1 معنا On یعنی په لین کښی برقي جریان شته . په همدی ډول کمپیوټر هم په 1 او 0 باندی کار کوی مکر د هیرانیدو خبر داده چې کمپیوټر څنګه په 1 او 0 باندی کار کوی! راځی چې په دی باندی ځان پوه کړو . Processor یعنی CPU د کمپیوټر یوه ډیره مهمه پرزه ده. کومه ډیټا(Date) چې دInput له پورزو څخه کمپیوټر ته داخلیږی لومړی پروسیسر ته ځی د پروسیس نه بعد مونږ ته نوموړی شي په Output کښی راکوی
پروسیسر پروسیسنګ څنکه کوي؟
پروسیسر دوه برخي لري ـ
CU (Control Unit)1
ALU (Arithmetic Logic Unit)2
CU کنټرول یونټ نوموړی د Input پرزو څخه ډیټا (معلومات) اخلی ورسته یی میموری ته لیږی ـ یادونه: دی ځای ته د انتظار ځای وایی لکه څنکه چې ډاکټر ته مریضان په نمبر باندی ولاړ وی او انتظار کوی تر څو یی نمبر ورسیږی. د نمبر په ریسیدو سره نوموړی کمانډیاډیټا ALU ته لیږی یادونه: ټول کار همدلته کیږی . اوله دی ځای نه بعد نوموړی کمانډیا ډیټا خارجوی یعنی د Output پورزوته ورکوي .په دی ځای کښی زه داویل غواړم چې ډیټا څه ته وایی؟ ډیټا خام (اومه) موادو ته وایی چې پروسیسر یی په انفارمیشن باندی اړوی .

ALU (Arithmetic Logic Unit)2 نوموړی د کنټرول یونټ نه ډیټا اخلی او د پروسیسنک نه بعد یی بیرته کنټرول یونټ ته ورکوی . اودا هم دوه برخی لری ـ
Arithmetic د نوم نه ښکاری چې د حسابی حصه کنټرولوی یعنی جمع ،منفی ، ضرب ،تقسیم ،باقی عدد معلومه ول اوداسی نور ......
Logic په دی حصه کښی داسی فنکشنونه دی چې د ډیټا د مقایسه کولو له پاره استعمالیږی یعنی چې یو عد د بل عدد څخه لوی ،وړوکی ،یا مساوی دی او که نه .
یو مثال : په حروفو یعنی تورو باندی څنکه پروسس کیږی یا پروسیسر څنکه دوه نمبری سره جمع کوی؟
د پورته سوالونو پوره تشریح په لاندی ډول ده ـ
حروف . د کیبورډ هره بټن ځانته یو کوډ لری چې د ASCII کوډ په نوم یادیږی ـ دمثال په ډول د A بټنی کوډ 65 ده ـ نوموړی نمبر د پروسیسر په ALU برخه کښی د تجزی لاندی نیول کیږی یعنی نوموړی عدد په 2 باندی تقسیموی که چیر نوموړی عدد په 2 باندی پوره تقسیم شی نو صفر پاتی کیږی او که پوره تقسیم نه شی نو بیا یو پاتی کیږی اوهمداسی تر اخیره پوری تر څونمبر یو شي.
په مدربورډ کښی چې کوم واړه واړه لینونه وی د Buses په نوم یادیږی چې ډیټا د یوځای څخه بل ځای ته وړی ـ نوموړی لینونه د پروسیسر پوری تړلی وی چې ډیټا ترینه Input او Output کیږی نوموړی اته ۸ لینونه وی چې په لاندی قسم ډیټا د یوځای نه بل ځای ته وړی.
په پورته مثال کښی د 65 عددمو تجزیه کړ او په نتیجه کښی داشی راکړل 1000001 چې د یو 1 معنا په لین کښی برق جریان لری او د صفر0 معنا په لین کښی برق جریان نه لری . اوس د کمپیوټر په ژبه کښی کمپیوټر ته داسی ویل شوی وی که چیری په نوموړی لینونوکښی په نوموړی قسم برقي جریان تیر شي نو د کمپیو ټر په سکرین باندی A چاپ کړی . A په یو کراپی پروکرام کښی جوړ شوی تصویر دی چې د نوموړی بټن د کوډ سره لینک یعنی رابطه ورکړ شوی ده. یادونه: مونږ کولی شوچې د نوموړی کوډ سره د نورو حروفو رابطه جوړه کړو لکه د پښتوحروف . دA چاپول په سکرین بغیر د A بټن څخه! د کیبورډ دچپ طرف Alt بټن اونوموړی کوډ یعنی 65 پریس کړی تاسوته به په سکرین د A حروف چاپ شي
پروسیسر څنکه دوه عدده سره جمع کوی؟ ـ لکه څنکه چې په پورته مثال کښی لومړی یی عدد په دوه باندی تجزیه کړ په دی ځای کښی هم لومړی عددونه په دوه باندی تجزیه کوی ورسته یی جمع کوی او حاصل جمع یی د Output پرزی ته ورکوی  تیزوالی ، سرعت یعنی سپیټ په پروسیسر کښی ډیر زیات اهمیت لری .
د پروسیسرونو جدول  
د پورته جدول لنډه تشریح
۱ . د پروسیسر نمونې/ نسل په لومړیو وختونو کښی پروسیسر د ایټی (80 ) فیملی پروسیسر په نوم یادیده کله چې د ایټي فیملی پینځم پروسیسر جوړ شو نو په نوموړی پروسیسر باندی یی د پینټیم نوم کیښود او پینټیم له پینځو څخه اخیستل شوی دی . او دی پسی پینټیم ون ،پینټیم ټو ، پینټیم ټري ، پینټیم پور مکر اوس چې تر ټولوتیزترین پروسیسر خلک استعمالوی د AMD Athlon 64 په نوم یادیږی .
۲ . کال : پروسیسر چې په کومو کلونو کښی جوړ شوی .
۳ . Data / Address bus width : بس په مدر بورډ کښی هغه واړه ،نری برقی نصف شوی لینونه دی چې پروسیسر ته ډیټا وړی او راوړی چې نوموړی لینونه د ۸ نه شروع تر ۶۴ لینونو پوری رسیږی چې هر لین ته یی یو بیټ (bit) وایی او د بیټ نه مطلب 1 او 0 دی . چې د 1 معنا په لین کښی برقي جریان شته او صفر معنا په لین کښی برقي جریان نشته .
۴ . Level 1 Cache : Cache یا ساتنځی نوموړی د پروسیسر په داخیل کښی دداسی میموری نوم دی چې ډیټا یعنی معلومات د ډیر کم وخت له پاره په کښی ساتل کیږی.
۵ . Memory bus speed : په لینونوکښی د ډیټا سرعت یعنی تیزوالی . هغه لینونه چې ډیټا پروسیسر ته وړي او راوړي . په دی ځای کښی سرعت په MHz باندی ښودل کیږی . مطلب لینونه په یوه ثانیه کښی څوMHz ډیټا د وړلو او راوړلو قابیلیت لری.
۶ . Internal clock speed : د پروسیسر د تیزوالی څخه عبارت دی . یعنی په یوه ثانیه کښی پروسیسر په څومره ډیټا باندی پروسیس کوی . د نوموړی سپیټ یعنی تیزوالی هم په MHz باندی ښودل کیږی .
یادونه : کله هم چې مونږ د کمپیوټر پروسیسر تبدیلوو یا کمپیوټر ته بل پروسیسر لکوو نو باید لوموړی مونږ د خپل کمپیوټر د مدربورډ د لینونو (buses) سرعت وکورو ترڅو نوموړي لینونه د پروسیسر قابیلیت لری او کنه . ځکه که چیری نوموړی لینونه د پروسیسر قابیلیت نه لری نو موږ نشو کولی د پروسیسر د تیزوالی څخه استفاده وکړو. دا په دی معناچې دیو لوی اوبو پیپ مخې ته یوه وړوکی د اوبوپیپ ولکووـ اوس مونږ هغومره اوبه تر لاسه کوو څومره چې د وړوکی پیپ اندازه وی.
Hz (Hertz) : څه ته وایی؟ د فریکونسی د اندازه کولو سمبول دی چې د یو Hertz نه مطلب یوه دوره په یوه ثانیه کښی ترسره کول . چې1000 Hz مساوی د 1 KHz او 1000 KHzمساوی د 1 MHz او 1000 MHz مساوی د1 GHz او 1000 GHz مساوی د 1 THz سره کیږی .

 

 

+ نويشته سوي په  سه شنبه 1386/12/21ساعت 9:42  په واسطه ده  سیف الدین لودین   |