| محمد نذير | |
| Thursday, 17 January 2008 | |
|
يو له هغه آلاتو نه ده چې په mother board باندې نصب کيږي او يا په Motherboard کې Built-in راځي. ساونډ کارت دکمپيوټر هغه پرزه ده چې ددې په مرسته مونږ په کمپيوټر باندې اواز چلولی او ثبت کولی شو په کمپيوټر کې د اواز چلول (غږول) ثبت کول او نور متعلق کارونه لکه له کمپيوټر نه اواز بهر ته راويستل او کمپيوټر ته اواز له بهر نه ورداخلول ټول تر ده پورې اړه لري. او ټول هغه پروګرامونه چې د اواز مربوط خدمتونه کوي لکه د Presentation جوړونکي پروګرامونه، په ويډيو کې تصرف کونکي د لوبو وغيره ټول پروګرامونه د همدې آلې له سهولتونه نه ګټه اخلي. مخکې له دينه چې ساونډ کارت اختراع شي په کمپيوټر کې اواز د هغه سپيکرونو په مرسته اوريدل کيدلو چې په کمپيوټر کې به تيار نصب شوي وو. د ١٩٨٠ لسيزې په اخر کې د Sound Card استعمال شروع شو. په عمومي توګه Sound Card په يوه clip باندې مشتمل وي چې په هغه کې د دې استعداد ځای په ځای شوی وي چې هغه Digital اوازونه چې په کمپيوټر کې ريکارډ شوي او يا هلته پکې جوړ شوي وي په Analog باندې بدل کړي او هغه اوازونه چې په Analog شکل کې کمپيوټر ته داخليږي هغه د Digital په شکل کې په کمپيوټر کې ثبت کړي. سره د دې چې په اوسني نويو Sound Cards کې د ښه کار کولو لپاره د يو په ځای متعدد Chips راغلی دي خو يو حتمي دی چې بايد ويې لري. د دې لپاره چې له بهر نه ځينې اوازونه مونږ د عام ټايپ او يا بل داسې ماشين نه چې په هغه کې اواز ثبت وي کمپيوټر ته داخل کړو د دې لپاره په ځينو Sound Cards کې خاصي connecter وي چې Line in ورته وايي له اواز چلونکې آلې نه چې لين راتير کړو او ددې connecter سره يې وصل کړو Sound card په کمپيوټر کې د اواز ثبت کونکی software په مرسته هغه اواز ثبت کولی شي چې په هغه اواز چلونکی ماشين کې چليږي. هغه اواز چې له دې لارې نه کمپيوټر ته داخليږي sound card اول هغه digital کوي او بيا په کمپيوټر کې ذخيره کيږي. که زمونږ په sound card کې د line in د connecter سهولت نه وي نو مونږ دا کار د يو بل connecter له لارې نه کوو چې د Microphone لپاره جوړ شوي وي. په دي connecter کې چې مونږ Microphone يا بله داسې د اواز داخلولو آله connect کړو په کمپيوټر کې د Software له لارې نه مونږ کولی شو هغه اواز ثبت کړو چې د همدې Microphone او يا بلې آلې له لارې نه کمپيوټر ته داخليږي. له ١٩٩٩ نه را په ديخوا په sound card کې موجوده connecter له بهر طرف نه په مختلفو رنګونو سره بيلدلی او پيژندل کيدلی شي چې په لاندې ترتيب باندې جوړ شوي وي. ١. ګلابي رنګ connecter : دا connecter د Microphone يعنی Mic او يا بلې داسې آلې لپاره وي چې د هغې په مرسته مونږ کمپيوټر ته اواز له بهر نه داخلولی شو. ٢. تيز آبي رنګ connecter : دا connecter د هغه لاين لپاره دی چې لږ مخکې مو د Lin in تر لفظ لاندې وويل چې ددې په واسطه مونږ کولی شو په ښه معيار له بهر نه اوازونه کمپيوټر ته داخل کړو. ٣. ضعيف زرغون (شفتلي) رنګ connecter : دا عموماً د هغه آلو لپاره دی چې اواز بيرون ته را وباسي لکه Head Phone چې مونږ ورته ګوشکي وايو او همدانګه مونږ کولی شو Speaker هم له همدې ځای نه ورسره connect کړو. ٤. تور رنګ connecter : دا هم د يو قسم بيروني Speaker لپاره دی چې د هغې په مرسته مونږ کولی شو دکمپيوټر نه مختلف اوازونه واورو او تيز او ورو يې کړو. ٥. نارنجي رنګ connecter : په ټولو connecters کې دا کنکټر Digital Output ورکوي چې بعضی داسې آلات چې په هغې کې زمونږ Digital اواز په کاروي ورسره connect کوو او کله کله د دې سره هم مونږ Speaker تړلی شو. خو بايد په ياد مو وي چې ضروري نده چې په هر Sound Card کې به دا پنځه قسمه Connecter ټول موجود وي. ![]() |



