| ډاکټر ثواب الدین مخکښ | |
| Wednesday, 09 January 2008 | |
|
ګرانو دوستانوهسې خوشبکه دکمپیوټر په دې پراخه نړۍ کې یوه تخصصي برخه ده دکومې په هکله چې دهر اړخیزو خبر توکیو برابرول داوس لپاره زما له توان څخه وتلی کار دی خو لکه څنګه موچې ددغه سرلیک په لومړۍ برخه کې یو څه مالومات درکړل کوښښ به وکړو په دوهمه برخه کې تاسو په دې وتوانوو چې دکور یا خپلې کوچنۍ سوداګریزې ادارې لپاره یوه کوچنۍ کمپیوټري شبکه جوړه اوسنبال کړی شی .ددې لپاره چې تاسو خپله شبکه جوړ ه کړی لمړی باید ځیر شی چې څه وړ شبکه باید جوړه کړم ځکه چې دکمپیوټري شبکې رامنځ ته کول تر ډیره ستاسو په اړتیاو اوهغو توښو(منابعو) پورې اړه لري چې تاسو یې په لاس کې لری .که کاري اړتیامو ډیره اوهمداراز هغه توښې چې دشبکې درامنځ ته کولو لپاره اړینې دي هم په پراخه پیمانه په لاس کې ولری نوبیا باید دشبکې یو ه غښتلې بڼه په کار واچوی اوکه نه نو خوارځواکې اودلږو شونتیاوو درلوودنکې شبکې ته مخه کړی . په هر صورت په لمړي سرکې باید دشبکې دالاندې ډولونه په پام کې ونیسی :
۱- Server-based(Client-based) په دغه ډول کې یو يا څوکمپیوټرونه دې ته ځانګړي کیږي چې په شبکه کې دنوروشته کمپیوټرونو لپاره دخبرتوکیو دبرابرولو، لیږد رالیږد اونورې ډیرې هغه چارې چې ورته ځانګړې شوي وي تر سره کړي اویاداچې دغه ځانګړی شوی کمپیوټر په شبکه کې دنورو کمپیوټرونو لپاره چوپړ وهي . ښه مثالونه یې په یوه کمپیوټرې شبکه کې Web Server اوPrint Server دي اوس نو که ستاسو په شبکه کې څوک هم دکومې ویبپاڼې دراخلاصولو غوښتنه کوي اویا هم څوک دخبر توکیو چاپول غواړې نوددوی دغوښتنو ترسره کول دویب سرور اوپرنټ سرور دنده ده چې ورته ترسره کوي به یې نو ځکه وایو چې په دغه ډول شبکه کې ځانګړي کمپیوټرونو دنور لپاره دچوپړیانو دنده په غاړه لري . ۲- Peer(Peer-to-Peer) په دې ډول شبکه کې کوم ځانګړی کمپیوټر شتون نه لري چې نوروته چوپړ ووهې بلکه هر کمپیوټر چې په شبکه کې شتون لري له خپلې لارې له نوروکمپیوټرو سره خبرتوکې شریکوي اوپه خپله دخپل ځان لپاره په شبکه کې چارې ترسره کوي . ۳-Hybrid داډول شبکه دراز ،راز ډولونه څخه یوه اوډلې اواغږلې شبکه ده ځکه چې دشبکې هر ډول په ځانې توګه یوه نه یوه نیمګړتیا لري له همدې امله کار پوهان دڅوشبکو دځینو ګټوروبرخو څخه یواوډلې سیستم رامنځ ته کوي چې دHybrid په نوم یادېږي همدالامل دی چې نن ورځ ډیر خلک له دغه ډول څخه ډیر کار اخلي اوس به دشبکې دجوړولولپاره په یوبل اړین توکې خبرې وکړو اوهغه ته Topology وایي . دشبکې ټوپولوژي (Network Topology) دشبکې ټوپولوژي ،دشبکې دعناصرو(links ،Nodes اونورو) دسنبالښت اونقشه کښلو څخه عبارت دی په ځانګړې توګه دفزیکي(رښتینیو)او منطقي (مجازي)نوډونو ترمنځ یوله بل سره نښلیدل دیادونې وړده چې دلته هر کمپیوټر خپل خبر توکې همدغه غټ مزي ته رالیږي اوټول کمپیوټرونه ورته غوږ اوسترګې کیږي هغه کمپیوټر چې خبر توکې ورلیږل شوي خپل خبر توکې له عمومې مزي څخه اخلي .پس په دغه ډول شبکه کې په عین وخت کې یوازې یو کمپیوټر یا بل توکی کولی شي خپل خبر توکې ولیږي اوتر ګوتوکړي کله چې دنوموړي کار سرته ورسید بیا بل اوورپسې بل اودالړی په دې ډول دوام کوي .په دې ډول ټوپولوژي کې دعمومې مزې سر دیوې وسیلې په مټ بندیږې چې دTerminator په نوم یادیږي اودادخبرتوکیو له خپراوي اوورکیدوڅخه مخنیوی کوي
۲-Star : لکه یې چې له نوم څخه ښکاره ده په دغه ټوپولوژي کې کمپیوټرونه اونور وسایل له یوه مرکزي توکې سره نښلول کیږي چې دستوري بڼه ځانته غوره کوي . ځینې خلک دغه ټوپولوژي دیوه وټ له امله چې لري یې نه خوښوي اوهغه داچې لکه مخکې موچې وویل ټول توکې له یوه مرکزي توکې سره چې دHub یا Switch په نامه یادیږي نښتي وي اوس که دغه هب یا سویچ له کاره وغورزي ،ټوله شبکه له کاره لویږي اوکارنه کوي . په دې ډول شبکه کې خبر توکي مخکې له دې چې خپل ځای ته ورسیږي لومړی باید له هغه توکې څخه چې ټول کمپیوټرونه پورې نښتي دي لکه هب ، سویچ ،رواټر اونورتیر شي اوبیا به خپل ځای ته رسیږي . ۳-Ring : ددغې ټوپولوژي له لارې کولای شو کمپیوټرونه اونورتوکې دمزیو دیوې کړی له لارې سره ونښلوو. دBus ټوپولوژي په څیر دلته دمزیو ددواړو سرونوبندولو (Termination ) ته اړتیا نه لیدل کیږي . په دغه ټوپولوژي کښې سیګنال یا خبر توکې دهمدغه یوه مزې څخه چې کمپیوټرونه یې دکړۍ په څیر سره نښلولي تیریږي اوهمداراز ددغې کړی په ترڅ کې چې کوم کمپیوټرونه شتون لري له هغو څخه هم تیریږي تر څو خپل دپام وړ کمپیوټر ته ورسيږي . په دغه ټوپولوژې کې دیوه کمپیوټر ناکاره کیدل دټولې کړی دناکاره کیدلو لامل هم کیدای شي . په دغه ډول ټوپولوژې کې کمپیوټرونه خبرتوکې(Data ) یوله بل سره لاس په لاس کوي تر څو دپام وړ کمپیوټر ته ورسیږي. ۴-Mesh : په دغه ډول ټوپولوژي کښې هر دوه کمپیوټره دجلا،جلا مزي په مټ سره نښتي وي په دې ډول ټوپولوژي کښې که کوم کمپیوټر یا Node ناکاره شي نوره شبکه خپل کار ترسره کولای شي .دیادونې وړده چې داټوپولوژي اوس مهال په بې مزیو شبکو کې ډیره کاریږي .دغه ټوپولوژي ددې له امله چې لګښت پرې ډیر کیږي په هر ځای کښې نه کارول کیږي . داټوپولوژي دوه ډولونه لري :
۱- Fully-connected Messh ۲-Partial-connected Mesh په لومړي ډول کښې به خامخا یوکمپیوټر له بل کمپيوټر یا وسیلې سره دجلامزي په مټ نښلول شوي وي اونیغ په نیغ به یوله بل سره اړیکه ټینګوي .مګر په دوهم ډول کښې ځینې کمپیوټرونه له ټولونوروکمپیوټرونو سره نښلول شوي اوځینې نوربیا یواځې له هغو کمپیوټرونه یا وسیلو سره نښلول شوي وي چې ډیر کار ورسره لري یا ترټولو ډیر خبرتوکې سره لیږدوي رالیږدوي . په سپیڅلې کلیواله مینه ډاکټر ثواب الدین مخکښ ![]() |



