کمپيوټر د سايز له نظره په څلور ډوله دي. Supper Computer: سوپر كمپيوتر د لوى حجم لرونكى دي چې زياد سرعت لرى او قيمت يي تر ميلونونو ډالرو پورى رسيږى. د Micro Computerڅخه 50000 ځلى زيات سرعت او د مغلقو ساينسى كارونو لپاره ديزاين شويدى. په يوه ثانيه كى بيلونونه محاسبى تر سره كوى، او كولاى شى 10000 مختلفو ساحو څخه Data واخلى. په ساينسى، ايرودايناميك (Aerodynamic) د گازاتو او د هوا حركت، دفاعى سيستم.Weaponry (د وسلو جوړولو كى)، تحقيقاتو كى او همدارنگه د فلم په جوړولو كى ورڅخه استفاده كيږۍ. د عامو مقاصدو لپاره استعماليږى او Primary memory يي په Gigabytes سره اندازه كيږى.
Mainframe Computer: د کمپيوټر دا ډول نسبت سوپر كمپيوتر ته سرعت، قدرت او قيمت يى كم دى. دا كمپيوتر واړه، متوسط او لوى سايزونه لرى.Primary Memory يى په Megabytes سره اندازه كيږى. دا كمپيوتر كولاى شى د 1000 نه د زيات Work Station څخه په يو وخت كى Data اخيستلى شى. دا كمپيوتر زياتر په Networking كى ورڅخه استفاده كيږى قيمت يى د څو سوو زرو څخه تر ميلونه پورى رسيږى . په يوه ثانيه كى ميلونونه ديتا محاسبه كولاى شى. په محلى دولتونو، شفاخانو، پوهنتونونو، ساينسى لابراتوارنو لوى تجارتى شركتونو او لويو بانكونو كى ورڅخه استفاده كيږى.
Mini Computer: دا كمپيوتر د واړه سايز او كم قيمت لرونكى دى او د Mid Size پنامه هم ياديږى. د عامو مقاصدو لپاره ورڅخه استفاده كيږى. د دى كمپيوترونو انتقال آسانه دى او هر شكل ځانته غوره كولاى شى.دا په كال 1960 كه د DEC (Digital Equipment Company) لخوا جوړ كړاى شو. په حقيقت كى دا واړه Mainframe كمپيوترونه دى چې كم قدرت او كم سرعت لرى. د څو زرو څخه تر څو سو زرو دالرو پورى ارزښت يا قيمت لرى. دا كمپيوترونه په تجارتى شركتونو، كالجونو، دولتى ادارو، ساينسى لابراتوارونو،ت حقيقاتى گروپ او انجينرى شركتونو كى استعماليږى. Micro Computer: دا كمپيوترونه د نورو كمپيوترونو څخه ډيركم قيمت، او كم حجم لرى د پخوانيو Mainframe كمپيوترو څخه اوسنى Micro Computer دير قوى دى. قيمت يى د څو سو څخه تر څو زرو پورى رسيږى. ټول كمپيوټرونه كه غټ دى او كه واړه د يو نوعه اساسى وسايلو لكه Input, Output, Storage Devices, processing Unit and Software څخه جوړ شوى دى. فرق يى د Mini Computer او Mainframe Computer څخه دادى چې د فزيكى جسامت له نظره وړوكى دى او لدى سره كم وسايل وصل كيداى شى. Memory يى كمه او د كم قدرت لرونكى دى. دا كمپيوتر د عامو كارونو يا مقاصدو لپاره استعماليږى. Micro Computer د Personal Computer پنامه ياديږى.
+
نويشته سوي په یکشنبه 1386/09/11ساعت 10:2  په واسطه ده سیف الدین لودین
|
پيژندګلوي
سیف الدین (لودین) یم ,له نن څخه پوره ۱۹ كال وړاندي (مخ كي )مي د كندهار په محل نجات نومي سيمه كي دي نړۍ ته سترګي غوړولي ،په ۲۰۰۷ كال كي دكندهار ظاهر شاهي عالي ليسي د پاي ته رسولو وروسته لږ لږ انكليسي او د هغه تر څنګ كمپيو تر ته ادامه وركړه ،په سكوت او خاموشي كي ډير ارام يم ،خپل خداي ته ډير شكر ګذار يم او له خپلي كورنى ،ملګرو، څخه ډير منندوي يم .