تبليغاتX
دسيف الدين د ويب سايټ د ټولو مضمونو،عكسو،معلوماتو،حقوق محفوظ دي هيڅوك يي د كافي كولو حق نه لري تاسي كولاي سي چي خپل د بلاګفا ويب سايت پخپله پښتو كي وويني او همدارنګه تاسو كولاي سي چي پښتو ويب(ډيزان) خپل بلاكفا ويب سايت ته وركي د ويب سايت د پښتو ديزان د پاره تاسي كولاي سي چي په لاندي ايميل كليك وكړي او ليك راوليږي او موږ به تاسي ته پښتو ډيزاين په ايچ ټي ام ايل کوډونوکی در واستوو مننه سيف الدين لودين لوی قندهار



                     بې مزيه خبرې اترې | Wireless Communication                                                       

د بلوټوت Bluetooth تر څنګ اوس يو بل معيار هم جوړ شوی  کوم چې د 802.15.3 په نامه ياديږي او تقريبا تر  Mbps ۵۵  پورې په سرعت باندی ليږدول راليږدول تر سره کولای شي ، کوم چی د بلوټوت په نسبت ډير زيات چټک دي په داسې حال کې چې د بلوټوټ اعظمي چټکتیا تر 1 Mbps څخه ډیره نه  ده.

802.15.3 عبارت له هغه نوی IEEE سټينډرډ څخه دی کوم چې به د WPAN يانې Wireless Personal Area Network لپاره په پکار وړل کیږي.

دا سټينډرډ د بلوټوت په څير د لږ واټن لپاره جوړ شويدی د بیلګې په توګه د ګرځنده کمپيوټر او کوچنی لاسي کمپيوټر تر مينځ د ډيټا data ليږدول راليږدول.

٢٤٥ مختلف بې مزیه وسایل کولای شي  چې له دې ټيکنالوجۍ څخه د استعمال په نتيجه کی يو له بل سره په يوه وخت کې خبرې communication وکړي ، ليکن سرعت به ئې يو تر بله توپير ولري. اعظمي سرعت ئې د پيځوسو مټرو پورې ٥٥ Mbps دی ، نو څومره چی یوه وسیله لرې کيږي او د اعظمي (١٠٠ مټره) مصافې ته نږدې کيږي نو د ليږدولو راليږدولو سرعت ئې کميږي. دا سټينډرډ په ٥٥ ، ٤٤ ، ٣٣ ، ٢٢ ، او ١١ Mbps چټکتیا سره کولای شي چې ليږدول راليږدول وکړي.

د 802.15.3  سټيندرډ د يوې داسې ټيکنالوجۍ څخه کار اخلي کومې ته چی UWB يانې Ultra Wideband وائي ، اوله همدې امله  په 802.15.3 کی د اعظمي سرعت ته د رسيدو لپاره پکار وړل کيږي.

د 802.15.3 سټينډرډ په ٢،٤ ګيګاهارټس فريکوينس ځايونو کی 802.11b او بلوټوت باندې يو ډول کار ورکوي ، او داسې جوړ شوي چې د نورو پرزو او وسایلو سره conflict پيدا نکړي. دا په هغه صورت کې چې هغه نورې پرزې او وسایل هم په همدې يو وخت کې له همدې فريکوينسۍ څخه کار واخلی.

802.15.3 د غږ ، انځور او ويډيو د ليږدولو راليږدولو لپاره په کور کی هم کارولای شئ. UMB به په راتلونکي کې لدې څخه هم د ډير سرعت ليږدول راليږدول و کولای شي. په 802.15.3 سټينډرډ باندی لګيا دی کار کيږي تر څو سرعت ٤٨٠ Mbps ته ورسوي ، دا په هغه صورت کې چې واټن د يو مټر په اندازه وی ، او ١١٠ Mbps په هغه صورت کې چې واټن تر  ١٠ مټره پورې وي.

لکه څرنګه چی پوه شوی موږ دلته د بې مزیه خبرو اترو  څخه خبرې کوو کوم چی د USB 2.0 او Firewire سره په لنډو واټنونو کې په سیالۍ competation کې دي.

انجنير رياض احمد عابد   

+ نويشته سوي په  یکشنبه 1386/09/11ساعت 9:44  په واسطه ده  سیف الدین لودین   |