د انټرنیټ اویا یوې ویب پا ڼې ادرس چې ځینې وختونه د URL(Uniform Resource Locator) په نوم هم یا دیږي له څلورو برخو جوړشوی:
-
د پروتوکول نوم (پروتوکول د هغو معیا رونو او قوانینو ټولیزه ده کوم چې کمپیوټر د معلوما تو د راکړې ورکړې جوګه کوي.)
-
د سا یټ (Site) موقیعت
-
د هغې ډلې نوم چې د نوموړي سا یټ د پا یښت چا رې پر غا ړه لري.
-
یو روستا ړی چې د یوه سازمان او یا هم د یوِDomain ښکارندوی کوي لکه com, edu, gov په تر تیب سره دEducation, Government او Commercial او داسې نور.د نمونې په توګه دا ادرس http://www.benawa.com له څو لاند ینیو برخو جوړشوی:
- http: ددې ښکا رندویه دی چې دغه ویب سرور Hypertext Transfer Protocol یا نې HTTP کاروي او که چیرې د http پر ځای ftp کاریدلی وي نوبیا یې مانا دا ده چې دغه ویب سرورله File Transfer Protocol څخه کار اخلي.
- www: دا دری توري د World Wide Web لنډون دی او د ارتې یا غوړیدلې نړیوالې شبکې په ما نا ده.
- benawa: دا په دې ما نا چې د غه ویب سرور په بینوا ډلې پورې اړه لری یا د ا چې دا ویب سرور د بینوا په اتحا دیه کې موقیعت لري.
- com: ددې په مانا چې دا یو سوداګریزه ټولنه ده.
- ډاکټر ثواب الدین مخکښ


