دیو نوي ویروس عجیب ، او په عین حال کې ورانکاري او خندوونکي چلند د آی ټي ډیر شرکتونه جدي غبرګون او د انټرنټ کاروونکو ته د چټک خبرداري ورکولو ته هځولي دي .
د Bot Voice .A تروژان چې د لومړي څل لپاره د پانډا د ازموینځي له خوا کشف شو په کمپیوټرونو کې د خپل فعالیت او نفوذ په پیل سره ، په لوړ آواز چیغې وهي چې ستا په کمپیوټرمې حمله کړې او په هارډ ډیسک کې د ټول موجود اطلاعات او فایلو دله منځه تللو په حال کې دي . دغه ورانکاری کد له دغې مسئلې څخه په خواشینۍ څرګندولو سره له هغه چا چې حمله یې پرې کړې ده بښنه غواړي او دهغوی لپاره د ښې ورځې غوښتنه وي !!
دغه جملې څوځله اوپرله پسې تکراریږي ترڅوچې په هارډ ډیسک کې ځای په ځای شوي اطلاعات په یوه ناڅاپه حمله د کاروونکي په مخ کې له منځه لاړشي او په پوره ډول پاک شي .
البته Bot Voice .A په خپلو ځینو حملو کې د کمپیوټر ټول اطلاعات له منځه نه وړي ، خو په کمپیوټري رجستري سیستم کې د پراخو بدلونونو په رامنځته کولو سره په کمپیوټر کې د ټولو لګول شوو پروګرامونو د غیرفعالیدو سبب کیږي او Task manager ته د نه لاسرسۍ لامل کیږي .
دغه نوی ورانکاره کود په کمپیوټر کې د موجودو اطلاعاتو په پاکولو او دخپلې حملې په مهال په کاروونکو په ملنډو سربیره کولای شي د څو دقیقو په موده کې په ناڅاپي او یواځي ډول په یوه ورانکارې ضربې سره کمپیوټرونه له کاره غورڅولی او خپله پیژندګلوي په بشپړه توګه له کاره غورځولای شي ، ځکه نو په داسې حالاتو کې ترټولو ښه ساتونکی اقدام د ډیر نوو او ورانکارو کدونو د خنثی کولو او پیژندلو لپاره مخکې له مخکې له ټکنالوژیو څخه ګټه اخیستل دي .
ددغه ډول خپریدونکوویروسونو له لارو څخه د P2P شبکو ، د سیسټم پورټونو ته د اتصال وړ حافظو او یاهم دکاروونکو لخوا په خودکاره توګه د ککړو فایلونو ډاونلوډ او په انټرنیټ کې پلټنې ته اشاره کولای شي .
د خطرناکو کودونودژر میندلو اومخنیوي لپاره د NanoScan او TotalScan پرلیکه پروګرامونو کارول دټولو هغه کسانو لپاره چې انټرنیټ کاروي ښه بلل شوي دي ، دغه پروګرامونه په وړیا توګه له دغه پآڼې څخه ښکته کړئ
ژباړن :عبدالله الهام


