تبليغاتX
دسيف الدين د ويب سايټ د ټولو مضمونو،عكسو،معلوماتو،حقوق محفوظ دي هيڅوك يي د كافي كولو حق نه لري تاسي كولاي سي چي خپل د بلاګفا ويب سايت پخپله پښتو كي وويني او همدارنګه تاسو كولاي سي چي پښتو ويب(ډيزان) خپل بلاكفا ويب سايت ته وركي د ويب سايت د پښتو ديزان د پاره تاسي كولاي سي چي په لاندي ايميل كليك وكړي او ليك راوليږي او موږ به تاسي ته پښتو ډيزاين په ايچ ټي ام ايل کوډونوکی در واستوو مننه سيف الدين لودين لوی قندهار



١_   ايميل ( E-mail ) :
E- mail  د ( Electronic - Mail  ) لنډيز دی چې په پښتو کې ورته ( بريښنا ليک ) هم ويل کيږي . دا د انټرنيټ يو له هغو په زړه پورې سرويسونو څخه دی چې د بريښنايي ليکونو د ليږلو او لاس ته راوړلو  لپاره  کارول کيږي 
د E-mail يو له هغو په زړه پورې ځانګړتياو څخه يوه ځانګړتيا  دا ده چې موږ  د خپل بريښنايي ليک سره يو ځای ، تصويريا انځور، فيلم، غږا و يا هر ليکلی  ،  انځوريز او يا غږيز توکی هم ليږلی شوو .
دا کار په ايميل کې د Attachments  بټنې په وسيله  تر سره کيږي
   وروستی احصايې څرګندوي  ،  هغه کسان چې انټرنيت کاروي ،  په سلو کې   تقريبا ٨٠ يې د ايميل له خدماتو څه ګټه اخلي ..  نن ورځ د انټرنيټ له لارې د اړيکو د ټينګولوپه حجم کې  ، زياته ونډه د ايميل ده،  ځکه زياتې ګتې لري اودا ګټې  داسې يادولی شو :
  زياته چټکتيا  ، پوره غور او دقت ،کم لګښت ، په يو وخت کې  ډيرو کسانو  ، کمپنيو ،شرکتونو ...... او  د نړۍ  بيلابيلو ځايونو ته د يوه ليک ليږل.
هر څوک  ، شرکت ، کمپنی ا ويا  موسسه  که وغواړي  د ايميل  نه ګټه واخلي  ،  بايده دي د ايميل يو ځانګړی  ادرس ولري  ، اوهغه (E-mail-Address)  به داسې وي : 
 
پورتني ايميل ادرس ته که ځير شی  د دوه برخو نه جوړ شوي   ، چې  ددې نښې  ( @ ) په وسيله بيليږي .
 لومړی برخه  : _ ددې نښې  at Sing) @ ) چپ خواته  موقيعت لري   د شخص ، کمپنۍ ،شرکت يا د کارن  ( User name) نوم يا پيژندګلوي جوړوي،  چې د ادرس يا پتې ځانګړتيا وي وښايي
دويمه برخه  : _ د ډومين نوم (Domain Name)  دی  چې ددې نښې  ( @ ) ښي لوري ته موقبعت لري
 ا وپه انټرنيټ کې د  يوه ادرس يا پتې د  IP   (Internet Protocol ) څرګندويي کوي .
 په  ايميل ادرس کې ځنې  ثابت  عناصرهم شته  ، چې د لږ توپير په درلودلو ، يو بل ته ورته دي . 
د ادرس عمومي بڼه  :     
username@hostname.com username@hostname.com This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it
Username:       د کارن  (استعمال کونکي ) پيژنګلوي ده چې هر څنګه يې غواړي ،  په خپله خوښه يې ځانته غوره کولی شي .
@:                  دا نښه   (@     ) چې تل ثابته وي د   at يا at sign  په نومونو ياديږي .
Hostname:     دکوربه کمپيوټر پيژندګلوي په ګوته کوي  چې دا کپيوټرکيدای شي د انټرنيټ  د بيلابيلو سرويس ورکونکو پورې اړه ولري  .
 بريښنا ليکونه کولی شو د وو لارو تر لاسه او يا هم وليږو :  يا خو مستقيما د ( ويب ) له  لارې اويا هم د ( مايکروسافت اوټ لوک اکسپريس ) پروګرام  له لارې چې د وينډوز برخه جوړوي . دايميل د خلاصولو په وخت کې ،  کارن ، له  خپل Username)  ) نوم او ځانګړی Passward ( شفر) څخه  چې غير له د ه نه بل څوک پرې نه پوهيږي استفاده کوي

د ايميل نه د ښې استفادې  لارښوونې :
د انټرنيت د اړيکو په نړۍ کې يولړ   قوانين  او ا صول دود دي چې  تقريباً ټول خلک يې  بايد  ومني او هغو ته بايد  پابند اوسي
 دغه اصول او قوانين  د مروجو ادابو په چوکاټ کې د(   Netiquette )  په نامه مشهور دي خو دا هم بايد هير نه کړو چې دغه  قوانين په هيڅ ځای کې  تصويب شوي نه دي خو بيا يې هم خلک مني  او هغو ته ځان متعهد بولي .
Netiquette د دوو کلمو  Network و Etiquette  د لنډيز  بڼه ده .
د ايميل نه د استفادې اداب  داداي :  :
 د   E-mail د لوستلو نه وروسته سملاسي  او بې له ځنډه  ځواب ورکړی
 واضح او مشخص يې وليکی
 په ټوله ليکنه کې د انګليسي د غټو حروفو د استعمال څخه ډډه وکړی
 په روانه او سليسه ژبه يې وليکی
 لنډ يې وليکی
 د E-mail  په پاڼه کې  ځانګړې شوی  برخه،  په پوره دقت او غور ډکه کړی .
 اخلاقی  ا صول  مراعات کړی .
 ددې لپاره چې د انټرنيتي  شبکې ارتبإطي ليکې زياتې مصروفې ونه ساتل شي  ، د سترو او درنو فايلونو ليږ دول دې د رخصتيو ورځو ته وځنډول شي
 نورو ته  دستونزو او مزاحمت سبب مه کيږی .
د ايميل د ليږلو راليږلو  د  عمومی پروتوکلونو څخه يو هم  SMTP  (Simple Mail Transport Protocol) اوبل يې   POP3 ( Post Office Protocol )پروتوکول   دی  چې دا د  دواړو مروجو بروزرونو ( مرور ګر )   يعنې Netscape   )     او Internet Explorer    ) ملاتړ د ځان سره لري ..
د ايميل،  وړيا سرويس ورکونکي  : 
هر هغه څوک چې انټرنيټ کاروي  ، کولی شي  په وړيا توګه د  E-mail څخه ګټه واخلي .
د ايميل د وړيا سرويس ورکونکو شمير زيات دی  ، خو دغه  يو څو لکه  Hotmail, Gmail، او Yahoo     ... په کې   زيات مشهور دي  
په تيرو کلونو کې د  Hotmail او Yahoo  شرکتونو د خپلو مشتريانو د ايميلونو له پاره،  دوو ميګابايټونو څخه کم  ځای ورکړی و ، هغوي  به مجبور وو چې هره ورځ د خپل ايميل پاڼه د زړو ايميلونو څخه پاکه کړي، ځکه که  به  پاڼه ډکه وه او ځای به په کې نه و ، نو بيا به ورته نوي  ايميلونه ،  را تللی  نه شول او بيرته به مسترديدل .
د  2004  کال د اپريل په اوله نيټه چې 83/01/ 13  تاريخ سره سمون خوري ، په نړۍ کې د انټرنيټ او کمپيوټر پورې اړوند خبري رسنيو ،  داسې عجيب خبرونه خپاره کړل ، چې په لوستلو او اوريدلو يې  خلک هک پک شول  . د خبر عنوان داسې و :
گوگل د ايميل نوی  سرويس د ( جي ميل )  په نامه  وړاندې کوي چې هغه به  ديو گيگابايت  1.0GB)) معادله وړيا فضا د خپلو مشتريانو په واک کې ورکړي   دا خبر په اول کې دومره د نه باور وړو چې د انټرنيټ کارکونکو  فکر کاوه دا به  هيڅ واقيعت ونه لري او کيدای شي  د اپريل د لومړی ورځ دروغ وي  خو وروسته بيا د  گوگل شركت مسئول مقاماتو، د نړۍ د معتبرو خبري رسنيو سره په مرکو کې ددې خبر کره والی يې تاييد کړ .
د Yahoo Mailا و Hotmail ،دوو سترو شرکتونو مديران ، د ګوګل د يو ګيګا بايټي ايميل د وړاندې کولو په خبر سخت په انديښنه کې شول او ددې لپاره چې د خپلو مشتريانو ډاډ او باور د لاسه ورنه کړي په دې هلو ځلو کې شول . چې هغوي هم د خپلو مشتريانو د ايميلونو ظرفيت پورته  بوځي . بلاخيره د 2007  کال په ورستيو مياشتو کې ، دواړه شرکتونه په دې وتوانيدل چې هغوي هم خپل  هر ايميل لرونکي ته ، يوګيګابايت (1.0GB)   ځای ورکړي .

محقق ديپلوم انجنير ستانه مير زهير

    ډبليو ډبليو ډبليو

په هيواد کې د اوږدې جګړې وير او ناتار زموږ يو شمېر هيوادوال د تازه او تودو خبرونو په اورېدلو د اعتياد تر پولې رسولي دي . په ځانګړي ډول له هغو بهرنيو راډيوګانو څخه ، چې د افغانستان لپاره په پښتو او فارسي ژبو خاصې خپرونې لري ، په دې راډيو ګانو کې بي بي سي او امريکا غږ تر ټولو زيات اورېدونکي لري ، نو ځکه ويلی شو ، چې (WWW) به هغه اشنا غږ وي ، چې په کراتو کراتو به زموږ د هيوادوالو تر غوږو رسيدلی وي ، ځکه نو موړي راډيوګانې په خپل هر نشراتي پروګرام کې يو ځل يا دوه ځلې په انټرنيټ د خپلې پاڼې د ادرس د اعلان لپاره د (WWW)کلمې تکراروي ، خو له بده مرغه په افغانستان کې د انفارميشن ( اطلاعابي) ټکنالوژي او خصوصاً د انټرنيټ د نشتوالي له امله دا غږ د ډيرو پوهو او لوستو خلکو په غوږو هم نااشنا لګيږي او ډېر ځلي مې اوريدلي ، چي دا “ ډبليو” يې لاڅه بلا شوه ؟.
زه غواړم په دې ليکنه کې تاسو د دغه نااشنا غږ يا تورو سره په لنډه توګه اشنا کړم . “ډبليو ډبليو ډبليو” د انګليسي د دغو کلماتو اختصار يا لنډيز دي (web wide world) چې لغوي مانا يې (نړۍ پراخه جال – تار جهان ګستر) ده ، په اختصاري بڼه (ويب web) هم ورته ويل کيږي ويب web په لغت کې د غڼو جال ته وايي او دا چې ولې د web اصطلاح د دې سيستم لپاره کارول شوې ، لامل يې په انټرنيټ کې له هر اړخيزه پلوه د ويب web اوبدنه او پراخوالی دی. وايي انټرنېټ نړی ته ټکان ورکړ ، خو ويب انټرنيټ ته .
دا خبره بيخي په ځای ده ، ځکه د ويت webکمال په دې کې دی ، چې متن ، غږ ، تصوير او هر ډول (Data) په ډيره ښه توګه د نورو په واک او اختيار کې ورکوي ، په داسې حال کې چي پخوا به يوازې د کمپيوټر په پرده متن ښودل کيده . د کلونو په اوږدو کې د متن (Text) وچ او ستړي کوونکي محيط نه خلک زيات ستومانه شوي وو . له همدې امله د عامل سيستم لکه وينډوز (Windows) په راتلو سره ټولو پارامترونو بدلون وموند ، چې يو له دغو څخه په انټرنېټ کې د Web منځ ته راتلل دي . (ويب) له متن سره عکسونه ، غږونه او ويډويي تصويرونه هم يو ځای کړل ، چې د لومړي ځل لپاره په (١٩٩٢م) کال کې د TimBerners-Lecپه نوښت ( په سويس کې دهستوي فيزيک اروپايي پوهنتون کار کوونکی ) د On-Line په بڼه وړاندي او نوم يې ورته webيانې د غڼې جال ورکړ. څنګه چې د غڼې جال د بيلا بيلو شبکو له پيوندونو او اړيکيو نه جوړ شوی ، همدارنګه (ويب) هم يو له بل سره پيوند کيږي او خلکو ته د دې امکان برابروي ، چې هر چيرته وي خپل معلومات يو له بل سره شريک کړي . په انټرنېټ کې (Web) منځ ته راتلل هغه څه دي ، چې په ټوله نړۍ کې يې د کمپيوټرونو تر منځ د راکړې ورکړې لپاره په زړه پورې اسانتياوې برابرې کړې په ( ١٩٩٣م ) کال د اکتوبرپه مياشت کې د ويب د خدمتونو وړاندې کوونکي مرکزونه څه نا څه (٢٠٠) وو خو په ( ١٩٩٥ م ) کال کې د غه شميره ٦،٥ ميليونو ته پورته شوه . د ويب ښه والی او قوت په دې کې دی ، چې متن ، تصوير،غږ او فلم په ګډوله شکل وړاندې کولی شي. د ويب محيط کې تصويرپه دوه ډوله ليدلی شو:
١_ په متن کې تصوير ( Inline)
٢_ مستقل يا بهرنی تصوير.
د دواړو تر منځ توپير په دې کې دی ، چې لومړی يې بيلې پاڼې ته اړتيا نه لري ، خو دويم يا مستقل تصوير بيا په ځانګړې نوې پاڼې باندې (Load) يا راښکته کيږي . هر څومره چې يو ويب زيات تصويرونه ولري ، په همغه اندازه يې راښکته کيدنه (Load) زيات وخت نيسي . د دې لپاره چې د (ويب) په چاپيريال کې بيلا بيل څه واورو يا وګورو نو يوه Browser ( کتونکې ، چې ايرانيانو په مرورګر ژباړلی) ته هم اړتيا لرو . نن ورځ د انټرنېټ په نړۍ کې ډول ډول کتونکې (Browser) شته چې تر ټولو مشهور يې د (IE ) Explorer Internet او Netscape دي . داکتونکې د Windows په محيط کې تر ټولو ښه متنونه د بيلا بېلو تصويرونو او غږونو سره وړاندې کوي . هر شخص يا موسسه ، چې وغواړي خپل اطلاعات له نورو سره شريک کړي ، نو په انټرنېټ کې خپل ويب سايټ (web site) خلاصوي . هر ويب سايټ ځانګړی ادرس يا پته لري . کله چې څوک وغواړي په انټرنېټ کې يو ويب سايټ مطالعه کړي ، نو تر هر څه د مخه يې بايد ادرس ورته په دقيقه توګه معلوم وي . د بيلګې په توګه هغه ادرس ، چې موږ يې تل له BBC راډيو څخه اورو داسې ليکل کيږي:
www.bbcpashto.com دلته www ويب ، bbcpashto د بي بي سي راډيود پښتو ويب سايټ نوم دی ، کوم چې د Com (Commercial) تجارتي حوزه کې ثبت او راجسټر شوی دي . هر ويب سايټ په يو ځانګړي سيستم کې ، چې د NIC (Network Information Center ) په نامه ياديږي ثبت او راجسټر کيږي. يانې هيڅ وخت دوه نومونه په يو شکل او يا يوه بڼه نه راجسټر کيږي . بل مهم ټکی ، چې د نومونو په ثبت کې رول لري هغه د ادرس په اخير کې روستاړ ی پا پسوند دی . هر روستاړی د يوې مشخصې حوزې نمايندګي کوي ، چې د بيلګې په توګه يې د څو يادونه کوو:
سوداګريز ( تجاراتي سازمان ) .Com ( commercial)
د ښوونې موسسه . Edu (educational)
نظامي سازمان .mil ( Us military )

ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
پيښور ښار، ١٣٨١کال ، سرطان مياشت
+ نويشته سوي په  دوشنبه 1386/08/28ساعت 9:47  په واسطه ده  سیف الدین لودین   |