| افغاني سندري | |
| Afghan Ali Khan Azim Khan Bakhtiar Khattak Baryali Samadi Darwesh kakar Farhad Darya Fay Khan Fiza Fayaz Gulzar Alam Haroon Bacha Hasina Khan Humayun Khan Ibrahim Mohmand Irfan Khan Jannas Khan Khalid Khan Khalid Malik Khyal Muhammad Kifayat Shah Mahjabeen Qazalbash Master Ali Haider Mix |
Naghma Nashenas Nazia Iqbal Peer Muhammad Qais Khan Rafiq Shinwari Rahim Shah Saima Naaz Sardar Ali Takkar Sardar Yousafzai Sarfaraz afridi Shaaz Khan Shabana Shahensha Bacha Shakila Naaz Shala Zaland Ulus yarr khan Wagma Zafar Iqrar Zarshad Zeb Khan Zeek Afridi |
|
شمشاد شينواری | |||||||||||||||||||
|
| |||||||||||||||||||
|
د کمپيوټر (Computer ) د کلمې مانا:
که چيرې تاسې په يوه داسې قاموس کې چې د ١٩٤٠ م نه وړاندې چاپ شوی وي وګوئ نو د دې په خرګنديدو به حيران شئ چې کمپيوټر يو داسې انسان ته ويل کيده چې حساب به يې کاوه، که څه هم په هغه وخت کې داسې ماشينونه موجود وو چې حساب وکتاب به يې کاوه خو هغوی ته کمپيوټر نه بلکې کالکوليتر (Calculator) ويل ګيده بيا چې کله په ١٩٤٠ م کې لومړنی بريښنا يې ( برقي ) کمپيوتر منځته راغی نو د کمپيوټر ( Computer) د کلمې مانا بدله شوه او دغه نو ی جوړ کړ شوی ماشين کمپيوټر (Computer) وبلل شو. د اړتيا پر بنسټ د انجينرانو پوې ډلې پر يوې پوځي پروژې باندې کار پيل کړ د دې پروژي مقصد د يوه EDVAC (Computer Electronic Discrete Variable Automatic ) جوړول وو، دا هغهوخت و چې په متحده ايالاتو کې يواځې يو بل عمل کونکی کمپيوټر (Functioning Computer) جوړ شوې و. د رياصياتو يو لوی پوه جان وان نيومين (John Von New Man) په خپل را پور کې دا ډواک (EDVAC) د پلانونو او عملونو وضاحت و کړ د نومړي په راپور کې په ځانګړي توګه د کمپيوټر د اجزاوو او د هغوی د دندو او وظيفو ښه پيژندنه او څرګندونه شوې وه. نيومين په خپله ليکنه کې دغه ماشين ته (Automatic Computing System) يعنې اتومات حسابي سيستم ووايه. څرنګه چې دا ماشين ورسته ډير ګټور ثابت شو نو د کمپيوټر (Computer) يا کمپيوټر سيستم (Computer System) نوم ورکړل شو. نيومين په خپله ليکنه کې زياته کړه چې کمپيوټر د حسابي او الجبري معادلو اجراء ته ضرورت لري نو دې لپاره يوې داسې برخې (Unit) ته په کمپيوټر کې اړتيا بشته چې دغه وظايف پر مخبوځي د هغه په نظر په کمپيوټر کې بايد مرکزي حسابي اله ( Central Arithmetic Device ) وي چې نن ( Arithmetic Logic Unit) يعنی حسابي منطقر برخه بلل کيږي. د دې عملونو د اجراء، خوندي ساتلو او ژغورلو لپاره په کمپيوټر تکې يو مرکزي کنټرولوونکی اله کمپيوټر کې يو مرکزي کنټرولوونکی اله (Central Controlling Device ) يا ګنټرولوونکی برخه ( Controlling Unit ) يوې بلې ته اړې دي چې بايد دواړه يو ځای کړای شي بالاخره اړې دي چې بايد دواړه يو ځای کړای شي. بالا خره همداسې وشول چې د دوی د يو ځای کولو څخه مرکزي پراسس ( عمليات ) کوونکی برخه CPU (Central Processing Unit ) منځتته رغله. همدا وو چې کمپيوټر ورو ورو بشپړ شو او غه بڼه يا شکل يی غوره کړ چې تاسې يې نن ګورئ.
|
| محمد نذير | |
| Thursday, 17 January 2008 | |
|
يو له هغه آلاتو نه ده چې په mother board باندې نصب کيږي او يا په Motherboard کې Built-in راځي. ساونډ کارت دکمپيوټر هغه پرزه ده چې ددې په مرسته مونږ په کمپيوټر باندې اواز چلولی او ثبت کولی شو په کمپيوټر کې د اواز چلول (غږول) ثبت کول او نور متعلق کارونه لکه له کمپيوټر نه اواز بهر ته راويستل او کمپيوټر ته اواز له بهر نه ورداخلول ټول تر ده پورې اړه لري. او ټول هغه پروګرامونه چې د اواز مربوط خدمتونه کوي لکه د Presentation جوړونکي پروګرامونه، په ويډيو کې تصرف کونکي د لوبو وغيره ټول پروګرامونه د همدې آلې له سهولتونه نه ګټه اخلي. مخکې له دينه چې ساونډ کارت اختراع شي په کمپيوټر کې اواز د هغه سپيکرونو په مرسته اوريدل کيدلو چې په کمپيوټر کې به تيار نصب شوي وو. د ١٩٨٠ لسيزې په اخر کې د Sound Card استعمال شروع شو. په عمومي توګه Sound Card په يوه clip باندې مشتمل وي چې په هغه کې د دې استعداد ځای په ځای شوی وي چې هغه Digital اوازونه چې په کمپيوټر کې ريکارډ شوي او يا هلته پکې جوړ شوي وي په Analog باندې بدل کړي او هغه اوازونه چې په Analog شکل کې کمپيوټر ته داخليږي هغه د Digital په شکل کې په کمپيوټر کې ثبت کړي. سره د دې چې په اوسني نويو Sound Cards کې د ښه کار کولو لپاره د يو په ځای متعدد Chips راغلی دي خو يو حتمي دی چې بايد ويې لري. د دې لپاره چې له بهر نه ځينې اوازونه مونږ د عام ټايپ او يا بل داسې ماشين نه چې په هغه کې اواز ثبت وي کمپيوټر ته داخل کړو د دې لپاره په ځينو Sound Cards کې خاصي connecter وي چې Line in ورته وايي له اواز چلونکې آلې نه چې لين راتير کړو او ددې connecter سره يې وصل کړو Sound card په کمپيوټر کې د اواز ثبت کونکی software په مرسته هغه اواز ثبت کولی شي چې په هغه اواز چلونکی ماشين کې چليږي. هغه اواز چې له دې لارې نه کمپيوټر ته داخليږي sound card اول هغه digital کوي او بيا په کمپيوټر کې ذخيره کيږي. که زمونږ په sound card کې د line in د connecter سهولت نه وي نو مونږ دا کار د يو بل connecter له لارې نه کوو چې د Microphone لپاره جوړ شوي وي. په دي connecter کې چې مونږ Microphone يا بله داسې د اواز داخلولو آله connect کړو په کمپيوټر کې د Software له لارې نه مونږ کولی شو هغه اواز ثبت کړو چې د همدې Microphone او يا بلې آلې له لارې نه کمپيوټر ته داخليږي. له ١٩٩٩ نه را په ديخوا په sound card کې موجوده connecter له بهر طرف نه په مختلفو رنګونو سره بيلدلی او پيژندل کيدلی شي چې په لاندې ترتيب باندې جوړ شوي وي. ١. ګلابي رنګ connecter : دا connecter د Microphone يعنی Mic او يا بلې داسې آلې لپاره وي چې د هغې په مرسته مونږ کمپيوټر ته اواز له بهر نه داخلولی شو. ٢. تيز آبي رنګ connecter : دا connecter د هغه لاين لپاره دی چې لږ مخکې مو د Lin in تر لفظ لاندې وويل چې ددې په واسطه مونږ کولی شو په ښه معيار له بهر نه اوازونه کمپيوټر ته داخل کړو. ٣. ضعيف زرغون (شفتلي) رنګ connecter : دا عموماً د هغه آلو لپاره دی چې اواز بيرون ته را وباسي لکه Head Phone چې مونږ ورته ګوشکي وايو او همدانګه مونږ کولی شو Speaker هم له همدې ځای نه ورسره connect کړو. ٤. تور رنګ connecter : دا هم د يو قسم بيروني Speaker لپاره دی چې د هغې په مرسته مونږ کولی شو دکمپيوټر نه مختلف اوازونه واورو او تيز او ورو يې کړو. ٥. نارنجي رنګ connecter : په ټولو connecters کې دا کنکټر Digital Output ورکوي چې بعضی داسې آلات چې په هغې کې زمونږ Digital اواز په کاروي ورسره connect کوو او کله کله د دې سره هم مونږ Speaker تړلی شو. خو بايد په ياد مو وي چې ضروري نده چې په هر Sound Card کې به دا پنځه قسمه Connecter ټول موجود وي. ![]() |
| محمد نذير | |
| Monday, 21 January 2008 | |
|
دا هم له هغه شيانو نه يو دی چې په Motherboard باندې نصب کيږي او يا په ځينو Motherboards کې تيار نصب شوی (Built-in) راځي. د اول ځل لپاره په ١٩٨٧ کې د IBM کمپنۍ لخوا بازار ته وړاندې شو او د دې کارډ کار د کمپيوټر نه مانيټور ته ډسپلې ورکول دي په مانيټور باندې چې هر څه ښکاره کيږی هغه د دې کارډ په مرسته او د مانيټور کيبل هم د همدې کارډ له لارې نه له کمپيوټر سره وصل کيږي.
|
| ډاکټر ثواب الدین مخکښ | |
| Wednesday, 09 January 2008 | |
|
ګرانو دوستانوهسې خوشبکه دکمپیوټر په دې پراخه نړۍ کې یوه تخصصي برخه ده دکومې په هکله چې دهر اړخیزو خبر توکیو برابرول داوس لپاره زما له توان څخه وتلی کار دی خو لکه څنګه موچې ددغه سرلیک په لومړۍ برخه کې یو څه مالومات درکړل کوښښ به وکړو په دوهمه برخه کې تاسو په دې وتوانوو چې دکور یا خپلې کوچنۍ سوداګریزې ادارې لپاره یوه کوچنۍ کمپیوټري شبکه جوړه اوسنبال کړی شی .ددې لپاره چې تاسو خپله شبکه جوړ ه کړی لمړی باید ځیر شی چې څه وړ شبکه باید جوړه کړم ځکه چې دکمپیوټري شبکې رامنځ ته کول تر ډیره ستاسو په اړتیاو اوهغو توښو(منابعو) پورې اړه لري چې تاسو یې په لاس کې لری .که کاري اړتیامو ډیره اوهمداراز هغه توښې چې دشبکې درامنځ ته کولو لپاره اړینې دي هم په پراخه پیمانه په لاس کې ولری نوبیا باید دشبکې یو ه غښتلې بڼه په کار واچوی اوکه نه نو خوارځواکې اودلږو شونتیاوو درلوودنکې شبکې ته مخه کړی . په هر صورت په لمړي سرکې باید دشبکې دالاندې ډولونه په پام کې ونیسی :
۱- Server-based(Client-based) په دغه ډول کې یو يا څوکمپیوټرونه دې ته ځانګړي کیږي چې په شبکه کې دنوروشته کمپیوټرونو لپاره دخبرتوکیو دبرابرولو، لیږد رالیږد اونورې ډیرې هغه چارې چې ورته ځانګړې شوي وي تر سره کړي اویاداچې دغه ځانګړی شوی کمپیوټر په شبکه کې دنورو کمپیوټرونو لپاره چوپړ وهي . ښه مثالونه یې په یوه کمپیوټرې شبکه کې Web Server اوPrint Server دي اوس نو که ستاسو په شبکه کې څوک هم دکومې ویبپاڼې دراخلاصولو غوښتنه کوي اویا هم څوک دخبر توکیو چاپول غواړې نوددوی دغوښتنو ترسره کول دویب سرور اوپرنټ سرور دنده ده چې ورته ترسره کوي به یې نو ځکه وایو چې په دغه ډول شبکه کې ځانګړي کمپیوټرونو دنور لپاره دچوپړیانو دنده په غاړه لري . ۲- Peer(Peer-to-Peer) په دې ډول شبکه کې کوم ځانګړی کمپیوټر شتون نه لري چې نوروته چوپړ ووهې بلکه هر کمپیوټر چې په شبکه کې شتون لري له خپلې لارې له نوروکمپیوټرو سره خبرتوکې شریکوي اوپه خپله دخپل ځان لپاره په شبکه کې چارې ترسره کوي . ۳-Hybrid داډول شبکه دراز ،راز ډولونه څخه یوه اوډلې اواغږلې شبکه ده ځکه چې دشبکې هر ډول په ځانې توګه یوه نه یوه نیمګړتیا لري له همدې امله کار پوهان دڅوشبکو دځینو ګټوروبرخو څخه یواوډلې سیستم رامنځ ته کوي چې دHybrid په نوم یادېږي همدالامل دی چې نن ورځ ډیر خلک له دغه ډول څخه ډیر کار اخلي اوس به دشبکې دجوړولولپاره په یوبل اړین توکې خبرې وکړو اوهغه ته Topology وایي . دشبکې ټوپولوژي (Network Topology) دشبکې ټوپولوژي ،دشبکې دعناصرو(links ،Nodes اونورو) دسنبالښت اونقشه کښلو څخه عبارت دی په ځانګړې توګه دفزیکي(رښتینیو)او منطقي (مجازي)نوډونو ترمنځ یوله بل سره نښلیدل دیادونې وړده چې دلته هر کمپیوټر خپل خبر توکې همدغه غټ مزي ته رالیږي اوټول کمپیوټرونه ورته غوږ اوسترګې کیږي هغه کمپیوټر چې خبر توکې ورلیږل شوي خپل خبر توکې له عمومې مزي څخه اخلي .پس په دغه ډول شبکه کې په عین وخت کې یوازې یو کمپیوټر یا بل توکی کولی شي خپل خبر توکې ولیږي اوتر ګوتوکړي کله چې دنوموړي کار سرته ورسید بیا بل اوورپسې بل اودالړی په دې ډول دوام کوي .په دې ډول ټوپولوژي کې دعمومې مزې سر دیوې وسیلې په مټ بندیږې چې دTerminator په نوم یادیږي اودادخبرتوکیو له خپراوي اوورکیدوڅخه مخنیوی کوي
۲-Star : لکه یې چې له نوم څخه ښکاره ده په دغه ټوپولوژي کې کمپیوټرونه اونور وسایل له یوه مرکزي توکې سره نښلول کیږي چې دستوري بڼه ځانته غوره کوي . ځینې خلک دغه ټوپولوژي دیوه وټ له امله چې لري یې نه خوښوي اوهغه داچې لکه مخکې موچې وویل ټول توکې له یوه مرکزي توکې سره چې دHub یا Switch په نامه یادیږي نښتي وي اوس که دغه هب یا سویچ له کاره وغورزي ،ټوله شبکه له کاره لویږي اوکارنه کوي . په دې ډول شبکه کې خبر توکي مخکې له دې چې خپل ځای ته ورسیږي لومړی باید له هغه توکې څخه چې ټول کمپیوټرونه پورې نښتي دي لکه هب ، سویچ ،رواټر اونورتیر شي اوبیا به خپل ځای ته رسیږي . ۳-Ring : ددغې ټوپولوژي له لارې کولای شو کمپیوټرونه اونورتوکې دمزیو دیوې کړی له لارې سره ونښلوو. دBus ټوپولوژي په څیر دلته دمزیو ددواړو سرونوبندولو (Termination ) ته اړتیا نه لیدل کیږي . په دغه ټوپولوژي کښې سیګنال یا خبر توکې دهمدغه یوه مزې څخه چې کمپیوټرونه یې دکړۍ په څیر سره نښلولي تیریږي اوهمداراز ددغې کړی په ترڅ کې چې کوم کمپیوټرونه شتون لري له هغو څخه هم تیریږي تر څو خپل دپام وړ کمپیوټر ته ورسيږي . په دغه ټوپولوژې کې دیوه کمپیوټر ناکاره کیدل دټولې کړی دناکاره کیدلو لامل هم کیدای شي . په دغه ډول ټوپولوژې کې کمپیوټرونه خبرتوکې(Data ) یوله بل سره لاس په لاس کوي تر څو دپام وړ کمپیوټر ته ورسیږي. ۴-Mesh : په دغه ډول ټوپولوژي کښې هر دوه کمپیوټره دجلا،جلا مزي په مټ سره نښتي وي په دې ډول ټوپولوژي کښې که کوم کمپیوټر یا Node ناکاره شي نوره شبکه خپل کار ترسره کولای شي .دیادونې وړده چې داټوپولوژي اوس مهال په بې مزیو شبکو کې ډیره کاریږي .دغه ټوپولوژي ددې له امله چې لګښت پرې ډیر کیږي په هر ځای کښې نه کارول کیږي . داټوپولوژي دوه ډولونه لري :
۱- Fully-connected Messh ۲-Partial-connected Mesh په لومړي ډول کښې به خامخا یوکمپیوټر له بل کمپيوټر یا وسیلې سره دجلامزي په مټ نښلول شوي وي اونیغ په نیغ به یوله بل سره اړیکه ټینګوي .مګر په دوهم ډول کښې ځینې کمپیوټرونه له ټولونوروکمپیوټرونو سره نښلول شوي اوځینې نوربیا یواځې له هغو کمپیوټرونه یا وسیلو سره نښلول شوي وي چې ډیر کار ورسره لري یا ترټولو ډیر خبرتوکې سره لیږدوي رالیږدوي . په سپیڅلې کلیواله مینه ډاکټر ثواب الدین مخکښ ![]() |
داچې کمپیوټري ویروس څه شی،څنګه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟
په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري. بلکه دلته درته له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری نو څنګه پوهیدای شۍ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه ګوته کوم.
د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د ویروس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور ډیر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مګر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه Antivirus پوستکالي(سا فټ ویر) په مټ خپل کمپیوټرScan کړۍ. نوموړې نښا نې په لاندې ډول دي:
۱- ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي:
ددې لپاره ویروس خپل ځانReplicate (دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کمپیوټر کې د Exe یا Com فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ(size) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وارReplication څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکمښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د CAD روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د Graphics لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د Antivirus پوستکالی وچلوۍ.
۲- د هارډسک Activity LED بې له کوم سببه پړکیدل:
ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې Activity د فعا لیت اوLED د
Light Emitting Diode په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو.
ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا نې Flashing با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسکActivity LED په وار وار پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus دپوستکالي چلول اړین بریښي.
۳- کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ(Slow ) کیږي:
که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د Ms-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا لانیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي.
۴- بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل:
په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي حتی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خورازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.
۵- ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang):
ډیر هغه پوستکا لي چې دBugs لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother Boardا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.
په سپیڅلې کلیواله مینه
چمتو کونکی: ډاکټر ثواب الدین مخکښ

|
ډیرو خلکو د دې کوښښ کړی وو چې په وینډوز کې پښتو ځای پر ځای کړ چې په لړ کې مشرق سافټ هم هلې ځلې کړې وې خو دا دی اوس له نیکه مرغه مايکروسافټ د نړۍ د کمپيوټر د پوستکاليو ستر شرکت په مايکروسافټ وينډوز اکس پی کې د نړۍ يولس نورې ژبې چې پښتــــــو ژبه هم ورسره مل ده ورډېرې او Update (نوى كوونكى) فايل يې په 27-05-2005 نيټه جوړ او د 09- 08-2005 نيټه يې په انټرنټ خپور كړ . دغه يوولس ژبې دWindows XP ServicePack 2 نوې کوونکی(Updated) ته ورډېرې شوې دي او وروسته له دې به ټولو راتلونكو Windows سيستمونو كې موجودې وي .
كه چېرې ستاسې په كمپيوټر كې Windows XP ServicePack 2 وي نو د يوه نوي كوونكي Windows XP - KB 897338-V2-X86-ENU.EXE نومي فايل په ښكته كولو سره چې د مشرق سافټ ټکی نټ په ويبپاڼه کې موجود دی ښکته کولو او نسبولو څخه وروسته به مو په Windowsكې پښتو Pashto(Afghanistan) سره له كليدړې ورډېر شي . لارښـــــــــــــوونه: ددغه Update د كښته كولو لپاره: ۱. لومړى ښکته کول Download ټک ورکړئ. ۲. ورپسې : ـــ د ه Installation لپاره همدلته په Open يا Run ټک وركړئ . د فايل د ساتلو لپاره کولای شئ په Save ټک وکړئ . د يادونۍ وړ ده چې دا پروګرام یواځې په انګريزي English سیستم کې کار کوي . که تاسو کومه ستونزه يا پوښتنه لرئ د ayousufzai@mashriqsoft.net ayousufzai@mashriqsoft.net ayousufzai@mashriqsoft.net سره اړېکې ونيسئ. |
بلی؟
HomePage يا کور پاڼه هغه پاڼه ده چې ستاسو بروسر يې په اتوماتيک ډول کله چې تاسو خپل بروسر خلاص کړی راولي . ډير خلک خپل کورپانې هغه پاڼې ټاکي چې ډير ورسره کار لري لکه:
بريښناليک پاڼې ، خبرپاڼې، ورزش پاڼې او دغسې نور..
راځی چې يو ځای ګام په ګام ولاړشو.
۱:-Internet Explorer
۲:-Tools
۳:-Internet Options
۴:-General او بيا و Homepage کې خپله پته ورکړی د خپل آدرس د ورکولو څخه وروسته په Use Current باندې کليک او د Apply او okپه وهلو سره تصديق کړی چې تاسو خپل کورپاڼه وټاکله .

|
دكمپيوټر لنډه تاريخچه |
|
دكتور محمد حسن حكمت | |
|
د حساب كولو لپاره تقريبآ دري زره كاله پخوا په چين كي د ابكس (ABACUS) به نوم ماشين استعماليدلو پنځه سوه كاله پخوا د شمالي امريكي خلكو د حساب كولو لپاره د كويپس (QUIPUS) په نوم ماشين څخه استفاده كوله د فرانسي مشهور رياضي دان پاسكل د حساب لپاره مختلف ماشينونه جوړ كړل چي ډير مشهور ماشين ئي د پاسكل ايډر (PASCAL,S ADDER) په نوم ياديږي . په كال 1752 م كي د جوزف لخوا د ذخيره شوو پروگرامونو نظريه وړاندي شوه چي بيا د ده په واسطه (JACQUARD LOOM) په نوم ماشين جوړ شو. د دي نه وروسته په كال 1792 (1835) م كې چارليس بابيچ (CHARLESS BABBAGE) د انلايټكل انجن ( Analytical Engine )جوړ كړو چي دا تر ټولو لمړني ميكانيكل كمپيوټر دي په كال 1939 م كي د اتاناسوف (ATANASOFF) لخوا چي نوموړي د امريكا د يو پوهنتون استاذ وو لمړني الكترونيكي كمپيوټر جوړ كړي شو په كال 1945 م كي د (I-B-M (International Business Machineكمپني په تعاون د مارك په نوم په يو لوي سايز كي كمپيوټر جوړ كړو د 1951 م كال راهيسي د كمپيوټر په شعبه كي د صنايعتي اصولو مطابق پرمختگ وشو او تر PERSONAL (شخصي) كمپپوټرو پوري راورسيد. |
|
دكتور محمد حسن حكمت | ||||
| ||||
|
کمپيوټر د سايز له نظره په څلور ډوله دي. Supper Computer: سوپر كمپيوتر د لوى حجم لرونكى دي چې زياد سرعت لرى او قيمت يي تر ميلونونو ډالرو پورى رسيږى. د Micro Computerڅخه 50000 ځلى زيات سرعت او د مغلقو ساينسى كارونو لپاره ديزاين شويدى. په يوه ثانيه كى بيلونونه محاسبى تر سره كوى، او كولاى شى 10000 مختلفو ساحو څخه Data واخلى. په ساينسى، ايرودايناميك (Aerodynamic) د گازاتو او د هوا حركت، دفاعى سيستم.Weaponry (د وسلو جوړولو كى)، تحقيقاتو كى او همدارنگه د فلم په جوړولو كى ورڅخه استفاده كيږۍ. د عامو مقاصدو لپاره استعماليږى او Primary memory يي په Gigabytes سره اندازه كيږى. Mainframe Computer: د کمپيوټر دا ډول نسبت سوپر كمپيوتر ته سرعت، قدرت او قيمت يى كم دى. دا كمپيوتر واړه، متوسط او لوى سايزونه لرى.Primary Memory يى په Megabytes سره اندازه كيږى. دا كمپيوتر كولاى شى د 1000 نه د زيات Work Station څخه په يو وخت كى Data اخيستلى شى. دا كمپيوتر زياتر په Networking كى ورڅخه استفاده كيږى قيمت يى د څو سوو زرو څخه تر ميلونه پورى رسيږى . په يوه ثانيه كى ميلونونه ديتا محاسبه كولاى شى. په محلى دولتونو، شفاخانو، پوهنتونونو، ساينسى لابراتوارنو لوى تجارتى شركتونو او لويو بانكونو كى ورڅخه استفاده كيږى. Mini Computer: دا كمپيوتر د واړه سايز او كم قيمت لرونكى دى او د Mid Size پنامه هم ياديږى. د عامو مقاصدو لپاره ورڅخه استفاده كيږى. د دى كمپيوترونو انتقال آسانه دى او هر شكل ځانته غوره كولاى شى.دا په كال 1960 كه د DEC (Digital Equipment Company) لخوا جوړ كړاى شو. په حقيقت كى دا واړه Mainframe كمپيوترونه دى چې كم قدرت او كم سرعت لرى. د څو زرو څخه تر څو سو زرو دالرو پورى ارزښت يا قيمت لرى. دا كمپيوترونه په تجارتى شركتونو، كالجونو، دولتى ادارو، ساينسى لابراتوارونو،ت حقيقاتى گروپ او انجينرى شركتونو كى استعماليږى. Micro Computer: دا كمپيوترونه د نورو كمپيوترونو څخه ډيركم قيمت، او كم حجم لرى د پخوانيو Mainframe كمپيوترو څخه اوسنى Micro Computer دير قوى دى. قيمت يى د څو سو څخه تر څو زرو پورى رسيږى. ټول كمپيوټرونه كه غټ دى او كه واړه د يو نوعه اساسى وسايلو لكه Input, Output, Storage Devices, processing Unit and Software څخه جوړ شوى دى. فرق يى د Mini Computer او Mainframe Computer څخه دادى چې د فزيكى جسامت له نظره وړوكى دى او لدى سره كم وسايل وصل كيداى شى. Memory يى كمه او د كم قدرت لرونكى دى. دا كمپيوتر د عامو كارونو يا مقاصدو لپاره استعماليږى. Micro Computer د Personal Computer پنامه ياديږى. | ||||
|
اساسي تختئ Mother board |
|
Wednesday, 28 November 2007 | |
|
Motherboard اساسي تختئ د کمپيوتر هغه تختئ ده چی په هغی باندی د کمپيوټر نوري برخی نصب شوی دې يا ديو سپم يا پټي ورته سيم په ذريعه د اساي تختۍ سره ارتباط لري. شماد صاحب |
|
کمپیوټرې جال یا شبکه ډاکټر ثواب الدين مخکښ | |||||
|
دبې مزیو جالونو کارځایونه :
دبې مزیو جالونو کارونه په لاندې ځایونوکې ډیر ګټور اواغیزمن ګڼل کیږي:
-
په بوختو اوله خلکو ډکو ځایونو کې لکه خوړنځایونو،نندارتونو،هوایې ډګرونو اونورو کې دانتظار خونې اویا دهم دښه راغلاست یا مالوماتو په خونوکې .
-
دهغو کارونکیو لپاره چې ډیر ګرځنده وي لکه په روغتون کې نرسان اوډاکټران اوداسې نور.
-
په لرې پرتو ودانیو اوسیمو کې
-
په داسې کار ځایونو یا دفترونو کې چې دودانیو فزیکي جوړښت یې په تکراري ډول بدلون مومي لکه پوځي جوړښتونه.
-
په داسې تاریخي ځایونو کې چیرته چې دمزيو غځول دودانۍ تاریخي ارزښت راکموي اوزیان وراړوي نو باید له بې مزیو جال کار واخستل شي اوداسې نور.
دبې مزي جال ډولونه :
دټکنالوجې له اړخه بې مزیو جالونه په دریو کتګوریو ویشل کیږي .
-
سیمیز جال (LAN)
-
غځول شوی سیمیز جال (Extended LAN)
-
Mobile Computing
په لمړي سر کې خوددغو کتګوریوترمنځ توپیر دخبر توکیو دلیږد رالیږد دشونتیاو په بنسټ تر سره کیږي په دې مانا چې سیمیز جال اوغځول شوی سیمیز جال دTransmitters او Receivers په نوم توکې کاروي اما Mobile Computing له ولسې خدماتو څخه لکه دنړی وال ټیلیفون اوپه کوردننه(هیوادني) ټیلیفوني خدماتو څخه کار اخلي .
سیمیز جالونه (LANs) :
دبې مزیو سیمیزوجالونو اومزي لرونکوسیمیزو جالونو ترمنځ دمزي نه بغیر ډیر زیات توپیر نه لیدل کیږي دواړه ډوله یو شان کار کوي یواځې خبره په دې کې ده چې خبر توکې دمزي په مټ لیږل کیږي اوکه په بې مزي ډول یانې دهوا په څپو په بې مزیو جال کې یو ځانګړی بې مزي دجال کار ډ(W.Network Card) له یوه Transceiver سره په هر کمپیوټر کې لګول کیږي اوکارونکي ددغوتوکیو په مټ له دغه کمپیوټر سره داسې نښلي یا اړیکه ټینګوي لکه هو به هو چې یې دمزي په مټ ټینګوي .
Access Point یا Transceiver:
Access Point چې Transceiver هم ورته ویل کیږي داتوکی خپلو شاوخوا کمپیوټرونو ته دسیګنال دلیږد رالیږد دنده په غاړه لري اوهمدارراز دبې مزیو جالونو اومزیو لرونکیو جالونو ترمنځ دخبر توکیو دلیږد رالیږد چاره هم تر سره کوي
تاسو کولای شی ددغوپورتنیو کمپیوټرونو ترمنځ اړیکه دهغه Access Point په مټ چې ددوی په منځ کې ایښودل شوی رامنځ ته کړی دیادونې وړ بولم چې WNIC(Wireless Network Card) دلپ ټاپ اوډیسکټاپ کمپیوټرونو لپاره بیل بیل دي لکه څنګه چې په پورتنی څیره کې وینی دډیسکټاپ وال له ځانه سره دیوه انتن درلودونکي دي چې دهغه په مټ سیګنال اخلي اولیږي . چې دغه ډول انتن لرونکي WNIC مونږ اوتاسو دډیسکټاپ کمپیوټرونو اوسرورونو لپاره کاروو.اولپ ټاپونه بیا بل ډول WNIC کاروي چې داډول انتن له ځانه سره نه لري اودPCMCIA NIC په نوم یادیږي چې داډول تاسو په پورتنۍ څیره کې دلپ ټاپ تر اړخ وینی.
مهمه خبره خوداده چې دAccess Point او WNICs په مټ خوتاسو کولای شی یوبې مزیو سیمیز جال جوړ کړی خوکه غواړی دغه بې مزیو سیمیز جال له بل یو مزي لرونکي سیمیز جال سره ونښلوی نوبیا تاسو یو دجال مزی له هغه مزي لرونکي سیمیز جال څخه راواخلی اودخپل Access Point په شاتنۍ برخه کې به یې RJ 45 ښځینه Connector سره ونښلوی اوس به ستاسو دبې مزیو سیمیز جال اوهغه بل مزيو لرونکي سیمیز جلا ترمنځ اړیکه ټینګه شي.
دخبر توکیو دلیږد رالیږ دلارې چارې (Transmission Techniques):
بې مزیو جالونه دخبرتوکیو دلیږد رالیږد لپاره څلور تخنیکه کاروي :
-
Infrared Transmission
-
Laser Transmission
-
Narrowband(Single-frequency) Radio Transmission
-
Spread-spectrum Radio Transmission
Infrared Transmission:
ټول هغه بې مزیو جالونه چې Infrared کاروي دکمپیوټرونویاونورو توکیو ترمنځ دخبر توکیو دلیږد رالیږد لپاره دInfrared دشعاع گانو څخه کاراخلي .داغونډال (سیستم) اړدی چې خوراپیاوړي اوغښتلي سیګنالونه تولید کړی ارامنځ ته کړی ترڅو دخبرتوکیو لیږد رالیږد په سمه توګه ترسره شي ځکه که چیرې پياوړي سیګنالونه تولید نه کړی نو خوار ځواکي سیګنالونو دبهر نیو مزاحمتونو تاب نه راوړي اوخبر توکي خپله بڼه له لاسه ورکوي دنمونې په توګه که سیګنال خوارځواکی وي هغه رڼا چې یوې خونې ته له کړکیو راځي هم دسیګنال دخرابیدو لامل ګرځي . اوس په کمپیوټري هټیو کې ډیر داسې پرنټرونه شته چې له دغې ټکنالوژي کار اخلي اودبې مزیو شبکو کارونکي ټول له یوه پرنټر څخه کار اخستی شي .هغه بې مزیو شبکې چې ددغې چارې (Infrared )څخه کار اخلي په لوړ میچ دسیګنالونو لیږد رالیږد کولای شي .ځکه چې Infraredټکنالوژي ښه لو ړBandwidth لري .داټکنالوژی په نورماله توګه د10Mbps په میچ دخبر توکیو لیږد رالیږد کولای شي
Laser Transmission :
Laser ټکنالوژي دInfrared ټکنالوژي په څیر ده مګر Laser یو عمومي دLaser خپرولو کرښه لري چې هرکله دغه کرښه ماته شوه سیګنال ټولو کارونکو ته نه لیږل کیږي اوشبکه نا کارنده کیږي.
Narrowband(Single-frequency) Radio Transmission:
داټکنالوژي هوبه هو لکه دیو ه راډیو Station څخه دسیګنال خپرول دي په دې توګه چې کارونکی خپله دسیګنال لیږونکي اله(Transmitter) اودسیګنال تر ګوتوکوونکي اله (Receiver) به یوه ځانګړې فریکونسي برابروي ترڅو دخبر توکیو دلیږ درالیږد جوګه شي .داډول ټکنالوژی دسیګنال دخپرولواوترګوتولو لپاره یوې عمومې کرښې ته لکه په Laser کې اړتیا نه لري ځکه چې ددغه ډول ټکنالوژی دسیګنال دخپرولو سیمه تر ۳۰۰۰ مترو یا ۹۸۴۲ Feet پورې ده ددغې ټکنالو ژې دخبرتوکیو دلیږد رالیږد میچ لږ ټیټ دی(4.8Mbps )
Spread-spectrum Radio Transmission :
داټکنالوژي دسیګنال خپراوی په ډیرو فریکونسیانو کوي نه لکه Narrowband(single-frequency) چې په یوه فریکونسي به یې دسیګنال خپرول کول. په همدې دلیل هغه ستونزې چې په Narrowband کې شته وي دلته شتون نه لري .هغه فریکونسې چې دغه ټکنالوژي یې په واک کې لري په چینلونو ویشل کیږي چې هر چینل دHop په نوم یادیږي اوس نو په دغه ټکنالوژي کې Adapters له یوه ځانګړي هاپ سره دیوه ځانګړي وخت لپاره نه له یوي ځانګړی فریکونسي سره برابریږي اوپه دې ډول خپل کار پر مخ بیايې له یاده موونه وځې چې یو هاپ کې کیدای شي څو فریکونسیانې شتون ولري .وروسته ددغه هاپ دوخت له ختمیدو وروسته بل هاپ اوورپسې بل هاپ خپل کار پیلوي اوس کمپیوټرونه په داسې یوجال کې
Hop Timing سره Synchronize کیږي.
داډول ټکنالوژي له خپل ځان سره built-in Security لري مګر بیا دلاډیر امنیت دپاره دخبر توکیو لیږونکی اوترګوتوکونکی کولای شي خپل خبر توکې Encrypt کړي .
ددې ټکنالوژي په مټ کولای شویو ښه بې مزیو جال جوړکړو که چیرې دوه یا څو کمپیوټرونه ددغې ټکنالوژې په Adapters باندې سنبال وي او اوداسې یو OS هم ولري چې دشبکې وړتیاوي په ځان کې ولري کولای شو Peer-to-Peer جال جوړ کړو.ددغې ټکنالوژي ځینې برخې د4Mbps په میچ دخبرتوکیو دلیږدرالیږد وړتیا د3.22 کیلومترو په واټن له ځانه ښي.
غځول شوی سیمیز جال (Extended LAN)
لکه څنګه چې په سیمیز مزیوالو جالونو کې کولای شو دBridgeاوRepeater په مټ خپل سیمیز جالونه پراخ اوخپل دخبرتوکیو دلیږد رلیږد جریان غښتلی کړو چې دارتولویاExtension ویی ورته کاروو همداراز داکارپه بې مزیو سیمیزو جالونو کې هم کولای شو له داوړ Bridges څخه کارواخلو ترڅو خپل بې مزیو جالونه سره وغځووچې نن ورځ په کمپیوټري هټیو کې داسې بې مزیو Bridges شتون لری چې د۴.۸ کیلومترو په لرې واټن سره پراته بې مزیو جالونه هم سره نښلولی شي.
Multipoint Wireless Connectivity:
لکه څنګه چې په مزیو لرونکو شبکو کې Footbridge څو سیمیز مزیوال جالونه سره نښلوي هوبه هو
Wireless Bridge داسې یوه اله ده چې په ډیره اسانی سره مونږ ددې جوګه کوي چې دجال له لارې بې له دې چې مزي وکارووڅو ودانی یوله بل سره ونښلوو.لکه په دغه لاندې څیره کې وګوری دوادنیو دسره نښلولو لپاره Wireless Bridge کارول شوی.
ډیر ځله خوداسې کیږي چې ددوه ودانیو دسره نښلولو لپاره یواځې دوه Wireless Bridge کارول کیږي اودواړه ودانۍ سره نښلول کیږي اوس که چیرې ستا Wireless Bridge ددې جوګه نه وي چې تر ډیر لرې واټن پورې کاروکړی اوڅو ودانۍ سره ونښلوي نوبیااړیاست چې داسې Wireless Bridge چې ډیره سیمه تر پوښښ لاندې نیسي په کار واچوی چې داډول بې مزیو Bridges بیا د
Spread Spectrum Radio ټکنالوژې څخه کار اخلي. چې تر ۴۰ کلیومترو پورې هم کار کوي.
Mobile Computing:
داوړ ټکنالوژي بیا دولسې خدماتو په مټ تاسوته دبې مزیو جالونو خدمات برابروي لکه مثلا دولسې ټیلیفوني غونډال له لارې. داټکنالوژي دلاندنیو دریو نوروټکنالوژیو په کارولو سره تاسو ته خدمات برابروي:
-
Packet-Radio Communication
-
Cellular Networks
-
Satellite Stations
بې مزيه خبرې اترې | Wireless Communication
د بلوټوت Bluetooth تر څنګ اوس يو بل معيار هم جوړ شوی کوم چې د 802.15.3 په نامه ياديږي او تقريبا تر Mbps ۵۵ پورې په سرعت باندی ليږدول راليږدول تر سره کولای شي ، کوم چی د بلوټوت په نسبت ډير زيات چټک دي په داسې حال کې چې د بلوټوټ اعظمي چټکتیا تر 1 Mbps څخه ډیره نه ده.
802.15.3 عبارت له هغه نوی IEEE سټينډرډ څخه دی کوم چې به د WPAN يانې Wireless Personal Area Network لپاره په پکار وړل کیږي.
دا سټينډرډ د بلوټوت په څير د لږ واټن لپاره جوړ شويدی د بیلګې په توګه د ګرځنده کمپيوټر او کوچنی لاسي کمپيوټر تر مينځ د ډيټا data ليږدول راليږدول.
٢٤٥ مختلف بې مزیه وسایل کولای شي چې له دې ټيکنالوجۍ څخه د استعمال په نتيجه کی يو له بل سره په يوه وخت کې خبرې communication وکړي ، ليکن سرعت به ئې يو تر بله توپير ولري. اعظمي سرعت ئې د پيځوسو مټرو پورې ٥٥ Mbps دی ، نو څومره چی یوه وسیله لرې کيږي او د اعظمي (١٠٠ مټره) مصافې ته نږدې کيږي نو د ليږدولو راليږدولو سرعت ئې کميږي. دا سټينډرډ په ٥٥ ، ٤٤ ، ٣٣ ، ٢٢ ، او ١١ Mbps چټکتیا سره کولای شي چې ليږدول راليږدول وکړي.
د 802.15.3 سټيندرډ د يوې داسې ټيکنالوجۍ څخه کار اخلي کومې ته چی UWB يانې Ultra Wideband وائي ، اوله همدې امله په 802.15.3 کی د اعظمي سرعت ته د رسيدو لپاره پکار وړل کيږي.
د 802.15.3 سټينډرډ په ٢،٤ ګيګاهارټس فريکوينس ځايونو کی 802.11b او بلوټوت باندې يو ډول کار ورکوي ، او داسې جوړ شوي چې د نورو پرزو او وسایلو سره conflict پيدا نکړي. دا په هغه صورت کې چې هغه نورې پرزې او وسایل هم په همدې يو وخت کې له همدې فريکوينسۍ څخه کار واخلی.
802.15.3 د غږ ، انځور او ويډيو د ليږدولو راليږدولو لپاره په کور کی هم کارولای شئ. UMB به په راتلونکي کې لدې څخه هم د ډير سرعت ليږدول راليږدول و کولای شي. په 802.15.3 سټينډرډ باندی لګيا دی کار کيږي تر څو سرعت ٤٨٠ Mbps ته ورسوي ، دا په هغه صورت کې چې واټن د يو مټر په اندازه وی ، او ١١٠ Mbps په هغه صورت کې چې واټن تر ١٠ مټره پورې وي.
لکه څرنګه چی پوه شوی موږ دلته د بې مزیه خبرو اترو څخه خبرې کوو کوم چی د USB 2.0 او Firewire سره په لنډو واټنونو کې په سیالۍ competation کې دي.
انجنير رياض احمد عابد
د انټرنیټ اویا یوې ویب پا ڼې ادرس چې ځینې وختونه د URL(Uniform Resource Locator) په نوم هم یا دیږي له څلورو برخو جوړشوی:
-
د پروتوکول نوم (پروتوکول د هغو معیا رونو او قوانینو ټولیزه ده کوم چې کمپیوټر د معلوما تو د راکړې ورکړې جوګه کوي.)
-
د سا یټ (Site) موقیعت
-
د هغې ډلې نوم چې د نوموړي سا یټ د پا یښت چا رې پر غا ړه لري.
-
یو روستا ړی چې د یوه سازمان او یا هم د یوِDomain ښکارندوی کوي لکه com, edu, gov په تر تیب سره دEducation, Government او Commercial او داسې نور.د نمونې په توګه دا ادرس http://www.benawa.com له څو لاند ینیو برخو جوړشوی:
- http: ددې ښکا رندویه دی چې دغه ویب سرور Hypertext Transfer Protocol یا نې HTTP کاروي او که چیرې د http پر ځای ftp کاریدلی وي نوبیا یې مانا دا ده چې دغه ویب سرورله File Transfer Protocol څخه کار اخلي.
- www: دا دری توري د World Wide Web لنډون دی او د ارتې یا غوړیدلې نړیوالې شبکې په ما نا ده.
- benawa: دا په دې ما نا چې د غه ویب سرور په بینوا ډلې پورې اړه لری یا د ا چې دا ویب سرور د بینوا په اتحا دیه کې موقیعت لري.
- com: ددې په مانا چې دا یو سوداګریزه ټولنه ده.
- ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دیو نوي ویروس عجیب ، او په عین حال کې ورانکاري او خندوونکي چلند د آی ټي ډیر شرکتونه جدي غبرګون او د انټرنټ کاروونکو ته د چټک خبرداري ورکولو ته هځولي دي .
د Bot Voice .A تروژان چې د لومړي څل لپاره د پانډا د ازموینځي له خوا کشف شو په کمپیوټرونو کې د خپل فعالیت او نفوذ په پیل سره ، په لوړ آواز چیغې وهي چې ستا په کمپیوټرمې حمله کړې او په هارډ ډیسک کې د ټول موجود اطلاعات او فایلو دله منځه تللو په حال کې دي . دغه ورانکاری کد له دغې مسئلې څخه په خواشینۍ څرګندولو سره له هغه چا چې حمله یې پرې کړې ده بښنه غواړي او دهغوی لپاره د ښې ورځې غوښتنه وي !!
دغه جملې څوځله اوپرله پسې تکراریږي ترڅوچې په هارډ ډیسک کې ځای په ځای شوي اطلاعات په یوه ناڅاپه حمله د کاروونکي په مخ کې له منځه لاړشي او په پوره ډول پاک شي .
البته Bot Voice .A په خپلو ځینو حملو کې د کمپیوټر ټول اطلاعات له منځه نه وړي ، خو په کمپیوټري رجستري سیستم کې د پراخو بدلونونو په رامنځته کولو سره په کمپیوټر کې د ټولو لګول شوو پروګرامونو د غیرفعالیدو سبب کیږي او Task manager ته د نه لاسرسۍ لامل کیږي .
دغه نوی ورانکاره کود په کمپیوټر کې د موجودو اطلاعاتو په پاکولو او دخپلې حملې په مهال په کاروونکو په ملنډو سربیره کولای شي د څو دقیقو په موده کې په ناڅاپي او یواځي ډول په یوه ورانکارې ضربې سره کمپیوټرونه له کاره غورڅولی او خپله پیژندګلوي په بشپړه توګه له کاره غورځولای شي ، ځکه نو په داسې حالاتو کې ترټولو ښه ساتونکی اقدام د ډیر نوو او ورانکارو کدونو د خنثی کولو او پیژندلو لپاره مخکې له مخکې له ټکنالوژیو څخه ګټه اخیستل دي .
ددغه ډول خپریدونکوویروسونو له لارو څخه د P2P شبکو ، د سیسټم پورټونو ته د اتصال وړ حافظو او یاهم دکاروونکو لخوا په خودکاره توګه د ککړو فایلونو ډاونلوډ او په انټرنیټ کې پلټنې ته اشاره کولای شي .
د خطرناکو کودونودژر میندلو اومخنیوي لپاره د NanoScan او TotalScan پرلیکه پروګرامونو کارول دټولو هغه کسانو لپاره چې انټرنیټ کاروي ښه بلل شوي دي ، دغه پروګرامونه په وړیا توګه له دغه پآڼې څخه ښکته کړئ
ژباړن :عبدالله الهام

د وينډوز په محيط كې راغلي بدلونونو او نورو ټاكنو لپاره، 5 څپركى "د وينډوز پر محيط يو ځغلنده نظر" ولولئ.
د بيلګې په ډول، د پيل تڼۍ (Start Button) په ښي اړخ كې پروت ژر پيلوونكي (Quick Launcher) كې تاسې د خپلې خوښې پروګرامونو ته د ژر تګ په موخه د اړونده پروګرامونو لنډې لارې جوړوئ. د پيل مينو (Start menu) هم ښه شوې ده. تر ټولو ښكاره بدلون دادى چې د پروګرام په مينو كې تاسې پروګرامونه د راكاږلو له لارې هم ترتيبولاى شئ يعنې له يوځاى څخه يې راواخلئ او بل ځاى يې وغورزوئ.
په وينډوز 95 كې د فايلونو د ادارې او انټرنيټ كتلو لپاره بيل بيل سپړونكي (Explorers) وو، انټرنيټ سپړونكي 4 دواړه سره يوځاى كړل، او دا آسانتيا په وينډوز 98 كې هم شته. كه تاسې خوښوئ چې ستاسې فايلونه او دوسيې د انټرنيټ په څير په يو كليك وسپړل شي نو تاسې وينډوز همداسې عيارولاى شئ. او تاسې د دې هدف لپاره HTML templates استعمالوئ چې ستاسې يو يا ټولې دوسيې د ويب پاڼې په څير ښكاره او كار وكړي.
تاسې ولې بايد له خپلو فايلونو سره د ويب پاڼې غوندې سلوك وكړئ؟ د ځينو ګټو د تشريح لپاره 8 څپركى "د ويب ليدنې له لارې د فايلونو اداره كول" ولولئ.
كله چې وينډوز 98 استعمالوئ، نو تاسې ويب ته تياره اړيكه لرئ. د پيل په مينو كې د خپلې خوښې موادو (Favorites) د نوې زياتونې په مرسته تاسې د خپلې خوښې ويب پاڼې ته ژر ورتللاى شئ. او كه تاسې فعال ډيسكټاپ (Active Desktop) عياركړئ، نو تاسې د HTML برخې (لكه خبرونه، stock tickers د Java, Active X يا JavaScript په مرسته) يا ټوله ويب پاڼه په خيل وينډوز ډيسكټاپ باندې راوستلاى شئ.
د فعال ډېسكټاپ پوره تشريح لپاره، 30 څپركى "ويب ګډون او فعال ډيسكټاپ" ولولئ.
شمشاد صاحب
| شفيق ساپی | |
| Thursday, 20 March 2008 | |
|
د فرعی ډرایونو جوړول کوم مشکل کارنه ده ، د دی له پاره له دی ( subst) کلیمی څخه کار اخلوـ چې نوموړی کلیمه د Substitution په معنا ده .د نوموړی کار له پاره څو طریقی وجود لری مکر زه تاسوته دوه طریقی ښیم . چې عبارت د نوټ پټ له لاری او ډاس له لاری . لومړی د ډاس له لاری ـ طریقه کار : ـ لومړی د Dos پروکرام خلاصو د دی له پاره په Start / Run کښی د cmd کلیمه لیکو ورپسی Ok کوو . ـ اوس په نوموړی پروکرام کښی پورتنی کمانډ په دی قسم لیکو Subst NewDriveName: Folder Direction د NewDriveName: نه مطلب د ډرایو نوم یعنی D:, G: , H: , I:, ....Z: یادونه: د ډرایو نوم باید مشابه نه وی د بل ډرایو سره د مثال په ډول که چیری ستاسو په کمپیوټر کښی مخکی د D: په نوم ډرایو موجود وی باید د D نوم ور نه کړی ، بل نوم ورکړی ( E: , F: ...) د Folder Direction نه مطلب د کوم فولډرنه چې ډرایو جوړول غواړی د نوموړی فولډر ادرس ! دمثال په ډول زه غواړم په C : ډرایو کښی د یو فولډر نه ډرایو جوړ کړم د دی له پاره زه د نوموړی فولډر ادرس لیکم . راځی چې اوس د F په نوم یو فرعی ډرایو جوړ کړو ـ Subst F: C:\safi د پورتنی کمانډ په اجراء کولوسره زمونږ د F په نوم ډرایو جوړ شو . یادونه : دی ته فارټیشن نه وایی !. دوهمه طریقه د نوټ پټ له لاری : ـ ډیره آسانه لار د نوټ پټ پروکرام خلاص کړی او لاندی کوډ په کښی ولیکی ـ Subst F: C:\safi اوس نوموړی فایل Save کړی مکر د فایل ورستاړی باید bat وی د مثال په ډول داسی نوم safi .bat اوس په نوموړی فایل ډبل کلیک کړی ستاسو فرعی ډرایو به جوړ شی . اوس که چیری کمپیوټر ریسټارټ کړی نو نوموړی ډرایو به له مینځه تللی وی ! د دی له پاره چې جوړ کړی ډرایو مو له مینځه لاړ نشی د رجیسټری فایل څخه استفاده کوو . د دی له پاره په Start / Run کښی دا کلیمه ولیکی regedit اوس دا ادرس پیداکړی HKEY_CURRENT_USER\SOFTWARE\Microsoft\Windows\Curre nt Version\Run د ادرس د پیداکیدونه بعد د نوموړی کړکی په ښی طرف کښی د موز ښی بټن کیکا کی اوس په New کښی String Value انتخاب کړی، دی نه بعد یونوم ورکړی ورپسی په نوموړی نوم ډبل کلیک وکړی او د Value Date په ځای کښی د bat فایل ادرس ورکړی ، که چیری نوموړی فایل مو په C: ډرایو کښی Save کړی وی نوپه دی قسم ادرس ورکړی C:\sas.bat اوس Ok کړی . کارمو ترسره شو. اوس که چیر کمپیوټر ریسټارټ هم شی نوموړی جوړشوی فرعی ډرایو له مینځه نه ځي . یادونه: ـ د فرعی ډرایو د له مینځه وړلو له پاره نوموړی فایل مو چې په نوټ پټ کښی جوړ کړی دی له مینځه یوسی . په درنښت ساپی |
د که چیری تاسو غوښتی وی چه په خپل رایټ کلیک کښی داسی کمانډ جوړ کړی چه په یو فولدرکښی موجود ټول فایلونه او هر ډول فایلونه پرنټ کړی نو رازی دا لارښونی تعقیب کړی لومړی نوټ پډ خلاص کړی
Start >> Run >> Notepad
بیا دا لاندی کوډ کاپی او په خپل نوټ پډ کښی یۍ پیسټ کړی او یا یۍ په خبله ولیکی .
@echo off dir %1 /o:g > c:\directory.txtstart /w notepad/p c:\directory.txtdel c:\directory.txtexit
بیا دا فایل په سی درایو کښی په لاندی نوم سیف کړی.
Drive C:File
Name = “ PRINT_folder.BAT![]()
اوس غواړو چه دا کمانډ په رایټ کلیک کښی کښیږدو تر څو ده استفادی وړ شی.
ددی کار لپاره لومړی
Start >> Run >> Explorer.exe
او یا په دی ډول هم کیدای شی.
Start >> Programs >> Accessories >>Windows Explorer
بیا ورپسی ټولز او یبا فولدرآپشن کلیک کړی
Tools >> Folder Options
File Type >> File Folder >> Advance
اوس په نیو کلیک وکړی
New
اوس د ایکشن باکس کښی پرنټ فولدر ولیکی
Print Folder
او په بله خانه کښی د همغه فایل چه مخکی مو جوړ کړی و نوم او د درایو نوم ولیکی. یعنی
C:\PRINT_folder. BAT
او بیا ورپسیOK >> OK >> Close
له دی وروسته کله چه پر یو فولدر رایټ کلیک وکړی نو یو نوی کمانډ په نوم د
Print Folder
په نوم پکښی ښکاره شی چه کلیک پری وکړی نو هغه ټول فایلونه چه په دی فولدر کښی وی پرنټ به شی .
نوټ:که چیری دی کمانډ کار نه کاو نو صرف د یو وار لپاره دا لاندی کلی تغیر کړی نور به هیڅکله ددی ستونزی سره مخ نه شی.:
ریجسټری خلاصه کړیStart >> ًRun >> Regedit >> OK HKEY_CLASSES_ROOT >> Directory >> Shell
دلت پر د ډیفالټ لفظ رایټ کلیک وکړی او بیا مودیفای کلیک کړی.
Right click >> Modify
in place of zero write "none
Press
OK
ریجسټری وتړی او خپل کماند ټیسټ کړی
ګرانو هیوادوالو مایکروسافت دنړی دپوستکالیو ترټولو ستره اوډونکې کمپنی دخپل هر پوستکالي دنوي بڼې دجوړولو لپاره خورا ډیر وګړي په کار ګمارلي او نړیوالو ته راز، راز اوخوندور پوستکالې وړاندې کوي.ددغو پوستکالیو له لړی څخه د ویندوز دیوه نوي پوستکالې چې دWindows Media Player 11 په نوم یادېږي دیوې ستونزې یا وټ په هکله درته څه لیکم.
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
داپوستکا لی دکارونکو له خوا ډیرښه وارزول شو اوپه تیره بیا په اوسنې چلیز غونډال (Operating System) یا ویستا کې ترې کارونکي ډیر خوښ دي. مګر ځینو ملګرو د اګیله لرله چې کله هم مونږه په لیکه موسیقي یاOnline Music اورو په ځانګړي توګه له Yahoo Music څخه نو زمونږه په سولګر (کمپیوټر) کې دغه پوستکا لی په ټپه دریږي اویوپیغام ورکوي.چې دError14 اوداسې نورو په نامه یادیږي.اوزمونږه د موسیقۍ دبهیر دټکني کیدو سبب کیږي(streaming disorders ).
مایکروسافت ددغه وټ دله منځه وړلو لپاره د Windows Media Player 11 دلرې کولو (uninstall ) سپا رښتنه کوي اووایې چې له خپل غونډال څخه ددغه پوستکالې په لرې کولو سره اوبیرته نصبولو سره به داوټ له منځه لاړه شي مګر ډیر ځله ددې کار په ترسره کولو سره هم داستونزه نه هواریږي. اویا هم داچې کله دCodec په نوم زیاتونې هم ددغې ستونزې دهواري سبب کیږي. مګر ډیر ځله سړی دې ته اړ شي چې دا اوسنی په غونډاله کې شته (Windows Media Player 11) پر ځای بیرته خپل پخوانی (Windows Media Player 9.0) ولګوي چې دغه کارته له تخنیکې پلوهRolling back to previous Version وایې. کوم چې په لاندې ډول ترسره کیږي.
څنګه چې WMP د چلیز غونډال یوه برخه ده تاسو نه شی کولای په بشپړه توګه یې له منځه یوسی. تاسو اړیاست چې دRoll back له چارې کار واخلی ترڅو خپل پخوانی WMP بیرته ولری.
۱- خپل کمپیوټر ته باید دAdministrator له لارې اویا داسې ګڼون له لارې چې دAdministrators ګروپ غړی وي ننوزی.
۲-هغه دموسیقی توکې چې له یوځای څخه بل ځای ته دلیږدوړوي اوستا په کمپیوټر پورې نښتي (Connect ) وي له کمپیوټرڅخه یې جلا کړی.
۳- دStart په تڼې کلیک وکړی اوبیا Control Panel غوره اوکلیک پر وکړی.
۴- په کنترول پنل کې په Add or Remove Programs کیلک وکړه اوس په Change or Remove Programs باندې کلیک وکړی.
۵- اوس په دغه لړلیک کې Windows Media Player 11 پیدا او کلیک پروکړی. اواوس دRemove په تڼۍ کلیک وکړی.
که چیرې دCurrently Installed Programs تر سرلیک لاندې لړلیک کې Windows Media Player 11 نه ښکاریده نو لاندې چارې په پام کې ونیسۍ.
الف- دپورتنې لړ لیک په سر کې یو غوراوی (Option) شتون لري چې عبارت دی له:
Show Updates په دغه باندې کلیک وکړی او ځان ډاډمن کړی چې تر اړخ یې د√نښه شتون لري.
ب- دWindows XP Software Updatesپه برخه کې Windows Media Player 11 ومومی اوکلیک پروکړی له دې ورسته په Change/ Remove باندې کلیک وکړه.
۶- اوس به دوه ځله درنه دتا ییدولو غوښتنه وشي دOK دتڼې په کلیک کولو سره دواړه تایید کړی.
۷- دRoll back پروسه به پیل شي کله چې بشپړه شوه په Restart کلیک وکړی.
۸- له ریسټارټ کولو نه وروسته بیا په Start اوله هغه ځایه په Control Panel باندې کلیک وکړی.
۹- اوس په Add or Remove Programs کلیک وکړی اوبیا په Change or Remove Programs باندې کلیک وکړی.
۱۰- او بیا له هغه وروسته په لړلیک کې Windows Media Player 11 Runtime پیدا اوکلیک پروکړی. اوس په Change/Remove باندې کلیک وکړی.
که په لړ لیک کې Windows Media Player 11 Runtime نه بریښیده نوبیا د الف چاره په پام کې ونیسۍ او کار ترې واخلی.
۱۱- اوس دWindows-XP Software Updates په برخه کې Windows Media Player 11 Runtime کلیک کړی اوبیا په Change/Remove باندې کلیک وکړی.
۱۲- اوس به درنه دتاییدولو غوښتنه وشي په دغه څیره کې په Ok کلیک وکړی.
۱۳- دتا ییدولو په دویمه څیره کې دDo you want to continue with Roll back غوراوی غوره او پر Ok کلیک وکړی.
۱۴- کله چې دRoll back پروسه بشپړه شوه دRestart په تڼۍ کلیک وکړی.
۱۵- اوس مو چې ِغونډال په مڼډه شو نو بیا په Start اوبیا په Control Panel کلیک وکړی.
۱۶- اوس په Add or Remove Programs اوبیا پهChange or Remove Programs باندې کلیک وکړی.
۱۷- په لړلیک کې Microsoft-User Mode Driver Framework Feature Pack 1.0.0ومومی کلیک پر وکړی او بیا په Change or Remove کلیک وکړی.
۱۸- هغه ښوونې چې پهSoftware Update Removal Wizard کې درته ښکاره کیږي پسې بدرګه کړی.
که چیرې د Wudf01000 دتا یید څیره درته راڅرګنده شوه پهYes کلیک وکړی ترڅو وړاندې لاړشي کله چې دله منځه وړلو پروسه بشپړه شوه پر Finish کلیک وکړی.
۱۹ اوس خپل ویندوز میډیا پلیر په مڼده کړی او له Help مینو څخه یې پر About Windows Media Player کلیک وکړی وبه ګوری چې دWMP نسخه مو نهمه ده.
خدای دې وکړی تنده مو ماته کړي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
| عبدالحلیم یوسفزی | |
|
تاسو به په کمپيوټر کې د XPوينډوز د نصبولو په وخت کې ليدلي وي چې ستاسو څخه د کمپيوټر د نوم، د Admin د شفر (پاسورډ)، سريال نمبر او نورې داسې ډيرې پوښتنې شوې وي او دې کار به ستاسو ډير وخت هم نيولی وي تر څو د کمپيوټر سره نږدې کښينئ او دا ډول پوښتنو ته ځواب ووايئ تر څو ستاسو په کمپيوټر کې وينډوز نصب شي. د دې له پاره تاسو بايد د XP وينډوز Support د فولډر د اوزارو څخه کار واخلئ چې د يو Cab د فايل څخه کار اخستل کيږي ترڅو په ځانکاری ډول وينډوز نصب کړي نو په لاندې ډول عمل وکړئ:
١. د XP په سی ډی کې لاندې ځای ته لاړ شئ: Support\tools\ ٢. د deploy.cab فايل په zip magic يا winzip کې پيل (Open) کړئ وروسته د setupmgr.exe فايل ورڅخه يو ځای ته کاپي کړئ. ٣. په setupmgr.exe باندې ټک (click) وکړئ ورپسې په Next ټک وکړئ بيا لاندې ټاکنه وټاکئ او په Next ټک وکړئ: Create a new answer file ٤. دلته بايد د windows unattended installation ټاکنه ټاکل شوې وي چې بيا په Next ټک وکړئ. ٥. په دې ځای کې د وينډوز ډول ټاکو چې موږ Window XP Professional ټاکو او بيا په Next ټک کوو. ٦. Fully automated وټاکئ او په Next ټک وکړئ. ٧. په دې ځای کې به Distribution Folder پوښتنه راڅرګنده شي تاسو به لاندې ټاکنه ورڅخه وټاکئ: No, this answer file will be used to install from a CD ٨. په دې ځای کې د I accept the terms of the License Agreement په نښه کړي او بيا په Next ټک وکړئ. ٩. اوس داسې يوه پاڼه ګورو چې ټاکنې يې تشې دي چې د وينډوز د نصبولو په وخت کې زموږ څخه پوښتل کيږي، نو د دې تشو ځايونو په ډکولو پيل وکړئ او سم معلومات ورکړئ. ١٠. کله چې مو ټول معلومات ورکړل په Finish باندې ټک کوئ ترڅو د UNATTEND.TXT فايل جوړ شي چې دا فايل پيل کړي او د WINNT.SIF په نوم يې په يو ډسکيټ کې خوندي (Save as...) کړئ. ١١. د File د مينو څخه Exit وټاکئ. ١٢. اوس دا فايل د وينډوز د نصبولو له پاره چمتو دی خو مخکې له دې چې د وينډوز په نصبولو پيل وکړئ دا فايل په NOTEPAD کې پيل او يو ځل يې وګورئ کيدای شي چې تاسود فايل سيستم NTFS ته واړوئ . ١٣. اوس کمپيوټر د سی ډی څخه پيل کړئ او ډسکيټ په فلاپې ډرايو کې کيږدئ نو وينډوز به په ځانګاري ډول نصب شي. ![]() |
E- mail د ( Electronic - Mail ) لنډيز دی چې په پښتو کې ورته ( بريښنا ليک ) هم ويل کيږي . دا د انټرنيټ يو له هغو په زړه پورې سرويسونو څخه دی چې د بريښنايي ليکونو د ليږلو او لاس ته راوړلو لپاره کارول کيږي
د E-mail يو له هغو په زړه پورې ځانګړتياو څخه يوه ځانګړتيا دا ده چې موږ د خپل بريښنايي ليک سره يو ځای ، تصويريا انځور، فيلم، غږا و يا هر ليکلی ، انځوريز او يا غږيز توکی هم ليږلی شوو .
دا کار په ايميل کې د Attachments بټنې په وسيله تر سره کيږي
وروستی احصايې څرګندوي ، هغه کسان چې انټرنيت کاروي ، په سلو کې تقريبا ٨٠ يې د ايميل له خدماتو څه ګټه اخلي .. نن ورځ د انټرنيټ له لارې د اړيکو د ټينګولوپه حجم کې ، زياته ونډه د ايميل ده، ځکه زياتې ګتې لري اودا ګټې داسې يادولی شو :
زياته چټکتيا ، پوره غور او دقت ،کم لګښت ، په يو وخت کې ډيرو کسانو ، کمپنيو ،شرکتونو ...... او د نړۍ بيلابيلو ځايونو ته د يوه ليک ليږل.
هر څوک ، شرکت ، کمپنی ا ويا موسسه که وغواړي د ايميل نه ګټه واخلي ، بايده دي د ايميل يو ځانګړی ادرس ولري ، اوهغه (E-mail-Address) به داسې وي :
پورتني ايميل ادرس ته که ځير شی د دوه برخو نه جوړ شوي ، چې ددې نښې ( @ ) په وسيله بيليږي .
لومړی برخه : _ ددې نښې at Sing) @ ) چپ خواته موقيعت لري د شخص ، کمپنۍ ،شرکت يا د کارن ( User name) نوم يا پيژندګلوي جوړوي، چې د ادرس يا پتې ځانګړتيا وي وښايي
دويمه برخه : _ د ډومين نوم (Domain Name) دی چې ددې نښې ( @ ) ښي لوري ته موقبعت لري
ا وپه انټرنيټ کې د يوه ادرس يا پتې د IP (Internet Protocol ) څرګندويي کوي .
په ايميل ادرس کې ځنې ثابت عناصرهم شته ، چې د لږ توپير په درلودلو ، يو بل ته ورته دي .
د ادرس عمومي بڼه : username@hostname.com username@hostname.com This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it
Username: د کارن (استعمال کونکي ) پيژنګلوي ده چې هر څنګه يې غواړي ، په خپله خوښه يې ځانته غوره کولی شي .
@: دا نښه (@ ) چې تل ثابته وي د at يا at sign په نومونو ياديږي .
Hostname: دکوربه کمپيوټر پيژندګلوي په ګوته کوي چې دا کپيوټرکيدای شي د انټرنيټ د بيلابيلو سرويس ورکونکو پورې اړه ولري .
بريښنا ليکونه کولی شو د وو لارو تر لاسه او يا هم وليږو : يا خو مستقيما د ( ويب ) له لارې اويا هم د ( مايکروسافت اوټ لوک اکسپريس ) پروګرام له لارې چې د وينډوز برخه جوړوي . دايميل د خلاصولو په وخت کې ، کارن ، له خپل Username) ) نوم او ځانګړی Passward ( شفر) څخه چې غير له د ه نه بل څوک پرې نه پوهيږي استفاده کوي
د ايميل نه د ښې استفادې لارښوونې :
د انټرنيت د اړيکو په نړۍ کې يولړ قوانين او ا صول دود دي چې تقريباً ټول خلک يې بايد ومني او هغو ته بايد پابند اوسي
دغه اصول او قوانين د مروجو ادابو په چوکاټ کې د( Netiquette ) په نامه مشهور دي خو دا هم بايد هير نه کړو چې دغه قوانين په هيڅ ځای کې تصويب شوي نه دي خو بيا يې هم خلک مني او هغو ته ځان متعهد بولي .
Netiquette د دوو کلمو Network و Etiquette د لنډيز بڼه ده .
د ايميل نه د استفادې اداب داداي : :
د E-mail د لوستلو نه وروسته سملاسي او بې له ځنډه ځواب ورکړی
واضح او مشخص يې وليکی
په ټوله ليکنه کې د انګليسي د غټو حروفو د استعمال څخه ډډه وکړی
په روانه او سليسه ژبه يې وليکی
لنډ يې وليکی
د E-mail په پاڼه کې ځانګړې شوی برخه، په پوره دقت او غور ډکه کړی .
اخلاقی ا صول مراعات کړی .
ددې لپاره چې د انټرنيتي شبکې ارتبإطي ليکې زياتې مصروفې ونه ساتل شي ، د سترو او درنو فايلونو ليږ دول دې د رخصتيو ورځو ته وځنډول شي
نورو ته دستونزو او مزاحمت سبب مه کيږی .
د ايميل د ليږلو راليږلو د عمومی پروتوکلونو څخه يو هم SMTP (Simple Mail Transport Protocol) اوبل يې POP3 ( Post Office Protocol )پروتوکول دی چې دا د دواړو مروجو بروزرونو ( مرور ګر ) يعنې Netscape ) او Internet Explorer ) ملاتړ د ځان سره لري ..
د ايميل، وړيا سرويس ورکونکي :
هر هغه څوک چې انټرنيټ کاروي ، کولی شي په وړيا توګه د E-mail څخه ګټه واخلي .
د ايميل د وړيا سرويس ورکونکو شمير زيات دی ، خو دغه يو څو لکه Hotmail, Gmail، او Yahoo ... په کې زيات مشهور دي
په تيرو کلونو کې د Hotmail او Yahoo شرکتونو د خپلو مشتريانو د ايميلونو له پاره، دوو ميګابايټونو څخه کم ځای ورکړی و ، هغوي به مجبور وو چې هره ورځ د خپل ايميل پاڼه د زړو ايميلونو څخه پاکه کړي، ځکه که به پاڼه ډکه وه او ځای به په کې نه و ، نو بيا به ورته نوي ايميلونه ، را تللی نه شول او بيرته به مسترديدل .
د 2004 کال د اپريل په اوله نيټه چې 83/01/ 13 تاريخ سره سمون خوري ، په نړۍ کې د انټرنيټ او کمپيوټر پورې اړوند خبري رسنيو ، داسې عجيب خبرونه خپاره کړل ، چې په لوستلو او اوريدلو يې خلک هک پک شول . د خبر عنوان داسې و :
گوگل د ايميل نوی سرويس د ( جي ميل ) په نامه وړاندې کوي چې هغه به ديو گيگابايت 1.0GB)) معادله وړيا فضا د خپلو مشتريانو په واک کې ورکړي دا خبر په اول کې دومره د نه باور وړو چې د انټرنيټ کارکونکو فکر کاوه دا به هيڅ واقيعت ونه لري او کيدای شي د اپريل د لومړی ورځ دروغ وي خو وروسته بيا د گوگل شركت مسئول مقاماتو، د نړۍ د معتبرو خبري رسنيو سره په مرکو کې ددې خبر کره والی يې تاييد کړ .
د Yahoo Mailا و Hotmail ،دوو سترو شرکتونو مديران ، د ګوګل د يو ګيګا بايټي ايميل د وړاندې کولو په خبر سخت په انديښنه کې شول او ددې لپاره چې د خپلو مشتريانو ډاډ او باور د لاسه ورنه کړي په دې هلو ځلو کې شول . چې هغوي هم د خپلو مشتريانو د ايميلونو ظرفيت پورته بوځي . بلاخيره د 2007 کال په ورستيو مياشتو کې ، دواړه شرکتونه په دې وتوانيدل چې هغوي هم خپل هر ايميل لرونکي ته ، يوګيګابايت (1.0GB) ځای ورکړي .
محقق ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
ډبليو ډبليو ډبليو
زه غواړم په دې ليکنه کې تاسو د دغه نااشنا غږ يا تورو سره په لنډه توګه اشنا کړم . “ډبليو ډبليو ډبليو” د انګليسي د دغو کلماتو اختصار يا لنډيز دي (web wide world) چې لغوي مانا يې (نړۍ پراخه جال – تار جهان ګستر) ده ، په اختصاري بڼه (ويب web) هم ورته ويل کيږي ويب web په لغت کې د غڼو جال ته وايي او دا چې ولې د web اصطلاح د دې سيستم لپاره کارول شوې ، لامل يې په انټرنيټ کې له هر اړخيزه پلوه د ويب web اوبدنه او پراخوالی دی. وايي انټرنېټ نړی ته ټکان ورکړ ، خو ويب انټرنيټ ته .
دا خبره بيخي په ځای ده ، ځکه د ويت webکمال په دې کې دی ، چې متن ، غږ ، تصوير او هر ډول (Data) په ډيره ښه توګه د نورو په واک او اختيار کې ورکوي ، په داسې حال کې چي پخوا به يوازې د کمپيوټر په پرده متن ښودل کيده . د کلونو په اوږدو کې د متن (Text) وچ او ستړي کوونکي محيط نه خلک زيات ستومانه شوي وو . له همدې امله د عامل سيستم لکه وينډوز (Windows) په راتلو سره ټولو پارامترونو بدلون وموند ، چې يو له دغو څخه په انټرنېټ کې د Web منځ ته راتلل دي . (ويب) له متن سره عکسونه ، غږونه او ويډويي تصويرونه هم يو ځای کړل ، چې د لومړي ځل لپاره په (١٩٩٢م) کال کې د TimBerners-Lecپه نوښت ( په سويس کې دهستوي فيزيک اروپايي پوهنتون کار کوونکی ) د On-Line په بڼه وړاندي او نوم يې ورته webيانې د غڼې جال ورکړ. څنګه چې د غڼې جال د بيلا بيلو شبکو له پيوندونو او اړيکيو نه جوړ شوی ، همدارنګه (ويب) هم يو له بل سره پيوند کيږي او خلکو ته د دې امکان برابروي ، چې هر چيرته وي خپل معلومات يو له بل سره شريک کړي . په انټرنېټ کې (Web) منځ ته راتلل هغه څه دي ، چې په ټوله نړۍ کې يې د کمپيوټرونو تر منځ د راکړې ورکړې لپاره په زړه پورې اسانتياوې برابرې کړې په ( ١٩٩٣م ) کال د اکتوبرپه مياشت کې د ويب د خدمتونو وړاندې کوونکي مرکزونه څه نا څه (٢٠٠) وو خو په ( ١٩٩٥ م ) کال کې د غه شميره ٦،٥ ميليونو ته پورته شوه . د ويب ښه والی او قوت په دې کې دی ، چې متن ، تصوير،غږ او فلم په ګډوله شکل وړاندې کولی شي. د ويب محيط کې تصويرپه دوه ډوله ليدلی شو:
١_ په متن کې تصوير ( Inline)
٢_ مستقل يا بهرنی تصوير.
د دواړو تر منځ توپير په دې کې دی ، چې لومړی يې بيلې پاڼې ته اړتيا نه لري ، خو دويم يا مستقل تصوير بيا په ځانګړې نوې پاڼې باندې (Load) يا راښکته کيږي . هر څومره چې يو ويب زيات تصويرونه ولري ، په همغه اندازه يې راښکته کيدنه (Load) زيات وخت نيسي . د دې لپاره چې د (ويب) په چاپيريال کې بيلا بيل څه واورو يا وګورو نو يوه Browser ( کتونکې ، چې ايرانيانو په مرورګر ژباړلی) ته هم اړتيا لرو . نن ورځ د انټرنېټ په نړۍ کې ډول ډول کتونکې (Browser) شته چې تر ټولو مشهور يې د (IE ) Explorer Internet او Netscape دي . داکتونکې د Windows په محيط کې تر ټولو ښه متنونه د بيلا بېلو تصويرونو او غږونو سره وړاندې کوي . هر شخص يا موسسه ، چې وغواړي خپل اطلاعات له نورو سره شريک کړي ، نو په انټرنېټ کې خپل ويب سايټ (web site) خلاصوي . هر ويب سايټ ځانګړی ادرس يا پته لري . کله چې څوک وغواړي په انټرنېټ کې يو ويب سايټ مطالعه کړي ، نو تر هر څه د مخه يې بايد ادرس ورته په دقيقه توګه معلوم وي . د بيلګې په توګه هغه ادرس ، چې موږ يې تل له BBC راډيو څخه اورو داسې ليکل کيږي: www.bbcpashto.com دلته www ويب ، bbcpashto د بي بي سي راډيود پښتو ويب سايټ نوم دی ، کوم چې د Com (Commercial) تجارتي حوزه کې ثبت او راجسټر شوی دي . هر ويب سايټ په يو ځانګړي سيستم کې ، چې د NIC (Network Information Center ) په نامه ياديږي ثبت او راجسټر کيږي. يانې هيڅ وخت دوه نومونه په يو شکل او يا يوه بڼه نه راجسټر کيږي . بل مهم ټکی ، چې د نومونو په ثبت کې رول لري هغه د ادرس په اخير کې روستاړ ی پا پسوند دی . هر روستاړی د يوې مشخصې حوزې نمايندګي کوي ، چې د بيلګې په توګه يې د څو يادونه کوو:
سوداګريز ( تجاراتي سازمان ) .Com ( commercial)
د ښوونې موسسه . Edu (educational)
نظامي سازمان .mil ( Us military )
ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
پيښور ښار، ١٣٨١کال ، سرطان مياشت
| ډاكتر نيك محمد ويال | |
دا ټولو ته معلومه ده چې هر عمل او پركټس يوې تيورۍ ته اړتيا لري . د تيورۍ نه پرته
دا چې موږ د انترنيت د سيرويس په هكله يادونه وكړه ، نو ښه به دا وي چې په دې اړخ
داسې ډېر نور انترنيت سيرويسونه هم شته چې موږ دلته نه دي ياد كړي. تاسې د دوۍ په |

لکه څنکه چې تاسو پوهیږی چې کمپیوټر یو برقی آله ده ـ او برق همیشه په صفر 0 او یو 1باندی کارکوی . 0 معنا Off یعنی په لین کښی برقي جریان نشته او1 معنا On یعنی په لین کښی برقي جریان شته . په همدی ډول کمپیوټر هم په 1 او 0 باندی کار کوی مکر د هیرانیدو خبر داده چې کمپیوټر څنګه په 1 او 0 باندی کار کوی! راځی چې په دی باندی ځان پوه کړو . Processor یعنی CPU د کمپیوټر یوه ډیره مهمه پرزه ده. کومه ډیټا(Date) چې دInput له پورزو څخه کمپیوټر ته داخلیږی لومړی پروسیسر ته ځی د پروسیس نه بعد مونږ ته نوموړی شي په Output کښی راکوی


